د کوویډ-۱۹ له امله د دندو له لاسه ورکول او رواني اغېزې یې

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د خپلو آنلاین سیمینارونو په لړ کې د دې څانګې محصلینو ته خپل څلورم آنلاین سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د کوويډ-۱۹ له امله د دندو له لاسه ورکول او د هغو د رواني اغېزو پر محور را څرخېدۀ.

دا مالوماتي سیمینار د ویتنام د ډیا تان پوهنتون د استاد دکتور پریفکټو جي.اکینو له لوري د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په اوومه نېټه ماسپښین دوه بجې په آنلاین بڼه د یادې څانګې محصلینو ته وړاندې شو. نوموړی د فلیپن د مانیلا له سانټا توماس پوهنتون څخه د عامه ادارې او مدیریت په برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري.

ښاغلي اکینو د افغانستان د خلکو پر ژوند د کرونا وبا د اغېزو په تړاو د سیمینار د ګډونوالو د نظریو له اورېدو سره خپل بحث پیل کړ، چې په ترڅ کې یې یو شمېر محصلینو خپلې اندېښنې او تجربې شریکې کړې.

نوموړي وویل:« دا مهال څه باندې ۲۱۶ هېوادونه په ځانګړي ډول بې وزلي او مخ پرې ودې هغه له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. نه یوازې وروسته پاتې هېوادونه لکه افغانستان، پلیپین او ویتنام بلکې پرمختللي هېوادونه هم له ورته حالت سره لاس او ګریوان دي.»

ښاغلي اکینو زیاته کړه، یوازې په امریکا متحده ایالتونو کې شاوخوا لس میلیونه کسانو په موقتي ډول خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د هوايي، ټرانسپورټ، خدماتو، هستوګنې، ښوونې او روزنې، هنرو او ساتېرۍ په ګډون نژدې ټول صنعتونه په ټپه ولاړ دي.

نوموړي په دې ترینګلو شراېطو کې د یو بل تر څنګ د پاتې کېدو مکانیزم د اهمیت په څرګندولو سره سیمینار پای ته ورساوه او څرګنده یې کړه، چې د با فکره انسانانو په توګه کولای شو د دې ناروغۍ له امله له رامنځته شویو ستونزو سره مقابله وکړو او بریالیتوب ته ورسېږو.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د خپلو محصلینو د علمي سویې د لوړو لپاره ورته آنلاین سیمینارونه جوړ کړي وو، چې د محصلینو له تاوده هر کلي سره مخ شوي دي.