له کرونا ناروغۍ وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت د آنلاین سیمینار په ترڅ کې وارزول شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ، د دې څانګې د محصلینو لپاره د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه «له کوویډ-۱۹ ناروغۍ وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه والی» تر نامه لاندې آنلاین سیمینار جوړ کړ.

دا سیمینار د زوم اپلیکشن پر مټ د اقتصاد پوه او د افغانستان د اقتصادي چارو د متخصص ښاغلي دکتور سید عزیز سادات له لوري د یاد ډیپارټمنټ محصلینو ته وړاندې شو.

ښاغلی سادات د افغانستان بانک د اعتباراتو د ثبت عمومي مدیر دی او تر دې وړاندې د معادنو او پطرولیم وزارت د لوړ پوړي اقتصادي سلاکار په توګه هم پاتې شوی دی.

د دې آنلاین سیمینار په ترڅ کې، تر کرونا وبا وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي پر بېلابېلو لارو چارو او عملي مکانیزمونو باندې بحث وشو او په دې تړاو له محصلینو سره هر اړخیز مالومات شریک شول.

ښاغلي سادات د یاد سیمینار په ترڅ کې د تولید، کار، تورم، د بېوزلۍ کچې او د نورو اړوندو برخو په اړه محصلینو ته مالومات ورکړل او د دې ترڅنګ یې پر نړیوالو اقتصادي فعالیتونو او نړیوالې سوداګرۍ باندې د کرونا ویروس د اغېزو په تړاو هم رڼا واچوله.

نوموړي زیاته کړه:« کرونا وبا د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د کورني ناخلص تولید د ټیټوالي سبب شوې او هغوی یې اړ کړي، چې د اقتصادي وضعیت د ساتلو او له یاد کړکېچ سره د مقابلې لپاره خپل لګښتونه ډېر کړي.»

د سیمینار په پای کې ښاغلي سادات د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل او هغوی یې وهڅول، چې له اقتصادي چارو څخه پراخ درک ولري او په ترینګلو حالاتو کې له بحرانونو سره د مقابلې لپاره پوره چمتو والی ولري.