د افغانستان د بانکوالۍ پر سکټور د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اغېزو په تړاو آنلاین سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه، د افغانستان د بانکوالۍ پر سکټور د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اغېزو په تړاو د دې پوهنځي د محصلینو لپاره آنلاین سیمینار جوړ کړ.

دا آنلاین سیمینار د میوند بانک او د افغانستان د بانکوالۍ ټولنې د رییس ښاغلي احمد خسرو ضیا له لوري محصلینو ته وړاندې شو، چې په ترڅ کې د بانکوالۍ د بېلابېلو برخو او پر دې سکټور د کرونا ویروس د اغېزو په تړاو هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشوې.

د سیمینار ګډونوالو د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې د بانکوالۍ پر اهمیت او بانکونو ته د اوږد مهاله قرضو د کمښت په تړاو بحث وکړ. دغه راز د کرونا ناروغۍ پر مهال د بېلابېلو سکټورونو د داریانو د کیفیت، د شتمنیو د تشکیل او د عملیاتي لګښتو د ډېروالي په تړاو هم خبرې اترې وشوې.

د سیمینار په څنډه کې ګډونوالو محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې او هیله یې وښوده، چې د کرونا وبا د خطر له کمېدو وروسته، دا ډول مهم سیمینارونه په حضوري ډول جوړ شي.

ښاغلي خسرو د سیمینار په پای کې محصلین دې ته وهڅول، چې په میوند بانک د کار زده کړې له موجودو فرصتونو ګټه واخلي او د بانکوالۍ په تړاو خپل عملي لیدلوری پیاوړی کړي.