د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اقتصادي اغېزو په تړاو آنلاین سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په پنځلسمه « د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ننګونې؛ د کوچنیو او منځنیو سوداګریو له تړل کېدو تر بیا ښه والي» تر عنوان لاندې آنلاین سیمینار جوړ کړ.

دا سیمینار د ګرنډر ویب پوهنتون د استاد او د سوداګرۍ د پراختیا او ګډون مرستیال ښاغلي ډاکټر آنتوني نجبینور له لوري د یاد ډیپارټمنټ محصلینو ته په آنلاین بڼه وړاندې شو.

په دې آنلاین سیمینار کې ښاغلي نجبینور د امریکا متحده آیالتونو او یو شمېر نورو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت د کرونا ویروس د اغېزو په تړاو محصلینو ته هر اړخیز مالومات ورکړل او دغه راز د دې ویروس تر مهار کېدو وروسته د اقتصاد د ښه والي پر لارو چارو یې بحث او خبرې اترې وکړې.

نوموړي همدارنګه د سیمینار په یوه څنډه کې د محصلینو هغو پوښتنو ته چې د یاد ویروس اغېزې به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت څه وي هم مالومات ورکړل.

د اقتصاد ډیپارټمنټ محصلینو دا سیمینار خورا ګټور وباله او له کاردان پوهنتون په ځانګړي ډول له اقتصاد ډیپارټمنټ څخه یې مننه وکړه، چې په اوسني ننګونکي چاېریال کې د هغوی د علمي سویې د لوړولو لپاره دا ډول سیمینارونه جوړوي.