کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو اړوند د دوو بنسټونو غړیتوب ترلاسه کړ

کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو اړوند د تلپاتې حل لارو شبکې SDSN او د ځواب ویونکي تعلیمي مدیریت لپاره د اصولو لاسلیک کوونکي بنسټ PRME غړیتوب ترلاسه کړ.

یاد دواړه بنسټونه چې د ملګرو ملتونو له لوري یې ملاتړ کېږي په ټوله نړۍ کې د علمي بنسټونو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو پر وړاندې د ستونزو د حل او له مینځه وړلو په موخه رامنځته شوي دي.

کاردان پوهنتون له افغانستان څخه لومړنی او یوازینی پوهنتون دی، چې د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په درجه بندۍ کې راغلی دی. د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په ډله کې د کاردان پوهنتون را تلل په دې پوهنتون کې د علمي معیارونو د پلي کېدو او په افغانستان کې د پرمختګ پر وړاندې له موجودو ننګونو سره د ټولیزې مبارزې ښکارندويي کوي.

کاردان پوهنتون د خپلو څېړنیزو او سټراټیژیکو همکاریو په بنسټیزو لومړیتوبونو کې تلپاتې والي ته مهم ځای ورکړی. دغه راز، دې پوهنتون په ۲۰۱۹ کال کې د خپل اغېز پنځه کلن راپور هم خپور کړ، چې د افغانستان په ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او چاپېریالي برخو کې د دې تحصیلي بنسټ د فعاله ګډون ښکارندويي کوي.