د کرونا ویروس په عصر کې د زده کړو او ټکنالوژۍ د فرصتونو او ننګونو سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د خپلو محصلینو لپاره د ۱۳۹۹ کال د غويي میاشتې په ۱۳ مه « د کرونا ویروس په عصر کې د زده کړو او ټکنالوژۍ فرصتونه او ننګونې» تر عنوان لاندې آنلاین سیمینار جوړ کړ.

دا سیمینار د دکتور شاکر سروري له لوري، چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري، پر مخ وړل کېده او په ترڅ کې یې محصلینو ته د مصنوعي هوښ، انټرنېټ او کوانتمي محاسباتو په تړاو هر اړخیز مالومات ورکړل شول.

ښاغلی سروري اوسمهال په (Synopsys) کې، چې د خپل چارو الکترونیکي طرحو په برخه کې فعالیت کوي د څېړنې او پراختیا لوړپوړی مدیر دی.
نوموړي د دې آنلاین سیمینار په ترڅ کې د کرونا ویروس په عصر کې د ټکنالوژۍ پر رول ټینګار درلود او محصلین یې وهڅول چې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره له هر ممکن فرصت څخه ګټه واخلي.

د سیمینار په څنډه کې ښاغلي سروري د استادانو او محصلینو پوښتنو ته په هر اړخیز ډول ځوابونه وویل. محصلینو هم له دې سیمینار څخه په بشپړ ډول رضایت درلود او له کاردان پوهنتون په ځانګړي ډول له اقتصاد ډیپارټمنټ څخه یې مننه وکړه، چې د قرنطین په شپو ورځو کې د هغوی د علمي سویې د لوړولو لپاره دا ډول سیمینارونه جوړوي.