د آنلاین سوداګرۍ په تړاو روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د آنلاین تجارت اکاډمۍ په مرسته د اقتصاد او ادارې او تجارت پوهنځیو نژدې ۳۰۰ محصلینو ته د پرلیکه راکړې ورکړې په تړاو روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې په ۲۵ نېټه په کاردان پوهنتون کې جوړ شوی و.

په یاد روزنیز ورکشاپ کې محصلینو لومړی د آنلاین راکړې ورکړې په اړه مهمې تیوري ګانې زده او له عملي کار وروسته یې د پرلیکه تجارت آزموینه هم ورکړه. د آنلاین تجارت اکاډمۍ استازو هر یو صمیم عباس او عادل الکو د کاردان پوهنتون محصلینو ته د آنلاین سوداګرۍ د ګټو او زیانونو په تړاو مهم مالومات ورکړل او وروسته یې په عملي ډول هغوی ته لارښوونې وکړې.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس سید عبدالمعز میرزاد د آنلاین تجارت اکاډمۍ له تخنیکي ټیم څخه ددې روزنیز ورکشاپ د جوړېدو له امله مننه وکړه او د پروګرام په پای کې هغوی ته ستاینلیکونه هم ورکړل. دغه راز نژدې شل تنه هغه محصلین چې د آنلاین راکړې ورکړې په تړاو اړوندو پوښتنو ته یې سم ځوابونه ورکړي وو؛ هم د ډالۍ وړ وګڼل شول.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی هڅه کوي، چې د ورته پروګرامونو د جوړولو له لارې محصلینو ته د پانګې اچونې ګټورې او ارزښتناکه لارې چارې وښيي او هغوی په ملي او نړیوالو بازارونو کې سیالۍ ته چمتو کړي.