قیس محمدي د سویلي آسیا په کچه تر ټولو غوره استاد وټاکل شو

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي علمي کادر ښاغلی قیس محمدي د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو د اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) له لوري د سویلي آسیا په کچه د تر ټوله غوره استاد لقب وګاټه. ښاغلی محمدي د غوره استاد جایزې د ترلاسه کولو لپاره، چې یو کریسټالي مډال دی او د یادې شورا په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه د امریکا متحده ایالتونو د تکزاس ایالت هیوستون ښار ته رسېدلی دی.
د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو د اعتبار ورکولو شورا په ۱۹۹۵ کال کې د فوق دیپلوم (دوه کلن) پروګرامونو د غوره استاد د نړیوالې جایزې بنسټ کېښود، چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره ښوونکو ته ورکول کېږي. یادې شورا دغه راز په ۲۰۰۲ کال کې د لیسانس دورې د غوره استادانو لپاره ورته جایزه هم وټاکله. دغه بنسټ د نړۍ په کچه د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو ته د اعتبار ورکولو یوازینۍ مرجعې ده، چې په کلني ډول د خپلو غړو تحصیلي بنسټونو غوره ښوونکي له یوې رقابتي پروسې وروسته ټاکي. د علمي اعتبار ورکولو دغه بنسټ په کلني ډول دغه لقب هغه استاد ته چې په ټولګي کې د تدریس عالي معیارونه ولري، ورکوي.

د یادې شورا د غوره ښوونکي د ټاکلو کمېټې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د غوره ښوونکي د ټاکلو لپاره پنځه معیارونه، چې تر ټولو مهم هغه یې ښوونه او روزنه، مسلکي پرمختګ، د تحصیلي نصاب پیاوړتیا او ټولنیزه ژمنتیا پکې شاملېږي؛ د غوره ښوونکي د ټاکل کېدو لپاره معیار کرځولي دي. د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي علمي کادر ښاغلي قیس محمدي د یادو معیارونو او یوې سختې رقابتي پروسې له بشړولو وروسته د سویلي آسیا په کچه د غوره استاد جایزې وړ وګڼل شو.

د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو د اعتبار ورکولو شورا، تحصیلي بنسټونو ته د اعتبار ورکولو په موخه د امریکا د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو شورا (CHEA) له لوري رامنځ ته شوې، چې اوسمهال د نړۍ د ۶۰ هېوادونو څه باندې ۱۱۰۰ تحصیلي بنسټونه یې غړيتوب لري. د یادو بنسټونو له ډلې ۹۴۲ هغو یې خپل علمي اعتبار ترلاسه کړی او ۱۵۰ نور د یادې شورا علمي اعتبار اخیستلو ته نوماند دي. پردې سربېره دا بنسټ شاوخوا ۱۳ زره انفرادي غړي هم لري.

کاردان پوهنتون د سویلي آسیا په کچه د غوره استاد په توګه د ښاغلي محمدي ټاکنه او په نړیوالو اکاډمیکو سیالیو کې د یوه افغان استاد پیاوړی ګډون د هېواد په تحصیلي ډګر کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او نوموړي او د هېواد ټولې تحصیلي کورنۍ ته ددې لویې بریا مبارکي وايي.