په مدیریت کې د تجربوي زده کړو د اغېز په اړه سیمینار جوړ شو

کاردان پوهنتون په مدیریت کې د تجربوي زده کړو د اغېز په اړه ددې پوهنتون د بېلابېلو تحصیلي څانګو ګڼ شمېر استادانو ته علمي سیمینار جوړ او په اړه یې له هغوی سره اړین مالومات شریک کړل.

دغه سیمنیار د کاردان پوهنتون د اقتصاد څانګې د آمر ښاغلي قیس محمدي او د ادارې او تجارت څانګې د استاد ښاغلي ادریس نوري له لوري د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۲ او ۲۳ نېټه د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې چې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو پکې برخه لرله؛ وړاندې شو. دوی موده وړاندې د هند په ممبي ښار کې د (Learning by Doing) تر نامه لاندې د تجربوي زده کړو په اړه د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې (GBSN) لخوا په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی وو، او هلته بحث شوي مسایل یې د یاد سمینار له لارې د کاردان پوهنتون له علمي غړو سره شریک کړل.

تجربوي زده کړې د بېلابېلو تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره مرسته کوي، چې د رهبرۍ او ټیمي مهارتونو عملي وړتیاوې ترلاسه او پر بنسټ یې په ګڼو کلتورونو کې د کار کولو وړتیا ومومي.

د سیمینار په لومړۍ ورځ ښاغلي محمدي او ښاغلي نوري تر ډېره بریده هڅه وکړه، چې د تجربوي زده کړو د مفاهیمو، په تجربوي زده کړو کې د استادانو د رول، د تجربوي زده کړو د موډولونو او یو شمېر نورو مهمو اړخونو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړي. د سیمینار په دویمه ورځ بیا د ګروپي کارونو ترڅنګ د تجربوي زده کړو پر مټ د محصلینو د روزنې پایلو پر پیاوړتیا، د ادارې او تجارت څانګې د ماسټري پروګرام کې د تجربوي زده کړو د پروژوي کورس او د تجربوي زده کړو د نمونو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. ددې ترڅنګ په څلورو ګروپونو کې د ګډونوالو استادانو رغنده نظرونه هم را ټول او پر دې امکان بحث وشو، چې په سیمینار کې له وړاندې شويو مسایلو څخه څنګه په عملي تدریس کې ګټه واخیستل شي.

یو شمېر ګډونوالو استادانو یادونه وکړه، چې په سیمینار کې د تجربوي زده کړو او عملي تدریس په برخو کې مهمې لارې چارې زده کړې او هیله‌من ول، چې دا به په تدریسي چارو کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي.

په مدیریت کې د تجربوي زده کړو د اغېز په اړه سیمینار د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې لخوا د نړۍ د پېژندل شویو پوهنتونونو د پروفیسرانو او استادانو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۱۵ مه او ۱۶ مه نېټه د هند په ممبي ښار کې جوړ شوی و. په دې کنفرانس ګډونوالو فرصت درلود، چې د تجربوي زده کړو په اړه نوي پروګرامونه جوړ او یا هم خپلو پخوانیو هغو ته پراختیا ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې کاردان پوهنتون د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې (GBSN) یو فعال غړی دی او په کلنیو غونډو او کنفرانسونو کې یې برخه اخلي.