د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ محصل په افغانستان کې د مایکروسافټ لومړنی سفیر شو

د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډيپارټمنټ محصل نديم اختر له افغانستان څخه د مایکروسافټ د روزنیز پروګرام (Microsoft Learn Student Ambassadors) د لومړني سفیر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي اختر د کاردان پوهنتون د سیسکو لابراتوار په سیمینار کې تر ګډون وروسته چې د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د پاکستان د مایکروسافټ رونیز پروګرام د سفیر عبدالجمیل له لوري جوړ شوی و، دې پروګرام ته خپل غوښتنلیک ولېږه.

نوموړی په دې اړه وايي: «خوښ یم، چې له افغانستان څخه د مایکروسافټ د روزنیز پروګرام د سفیرانو له ډلې غوره شوی یم. په مایکروسافټ کې د مالوماتي ټکنالوژۍ او نویو فرصتونو په تړاو ډېر پروګرامونه موجود دي. د دې پروګرام د سفیر په توګه کولای شم په کاردان پوهنتون کې د سیمینارونو او د مایکروسافټ د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د یو فوکل پواینټ رول ترسره کړم.»

هغه زیاتوي: «ښایي ډېر ملي او نړیوال پروګرامونه جوړ شي. زه به تر وروستي بریده هڅه وکړم، چې په انفرادي یا ټیمي بڼه د کاردان پوهنتون په استازیتوب په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلم. دغه راز له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم، چې د MLSA پروګرام ته د غوښتنلیک لېږلو څرنګوالي په تړاو یې مالوماتي سیمینار جوړ کړ.»

د مایکروسافټ روزنیز سفیران (Microsoft Learn Student Ambassadors) هغه پروګرام دی، چې د مالوماتي ټکنالوژۍ اړوندو څانګو د محصلینو ملاتړ کوي. دا پروګرام د هغو مهارتونو د وړاندې کولو له لارې چې معمولاً په پوهنتونونو کې نه تدریسېږي، له محصلینو سره د کاري فرصتونو په موندلو کې مرسته کوي. دا پروګرام په ډېری هېوادونو کې د لاسرسي وړ دی او د پوهنتون ټول محصلین یې پر شراېطو برابر دي. په دې پروګرام کې له منل کېدو وروسته محصلین اړ دي، چې د کورسونو، سیمینارونو او ویناوو له لارې خپله پوهه له ټولنې سره شریکه کړي.

د کاردان پوهنتون د کمپیوتر ساینس تحصیلي څانګه د معلوماتي ټکنالوژۍ، سافټ ویر جوړونې، د ټکنالوژۍ د تاسیساتو مدیریت او نورو اړوندو برخو په اړه محصلینو ته تخصصي او مسلکي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې د کمپیوتر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ پروژو د تطبیق او طراحۍ له ځانګړو مهارتونو څخه برخمن شي.

زموږ د کمپیوټر ساینس تحصیلي څانګې په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bcs.aspx

د مایکروسافت د روزنیزو سفیرانو په ویب سایټ کې د ندیم اختر پروفایل: https://studentambassadors.microsoft.com/en-US/profile/124006