راتلونکي پروګرامونه

"تر څلوېښت کلونو ټیټ څلوېښت غوره" محصلینو او فارغانو د نمانځنې پروګرام

نېټه 3 November, 2019
وخت 2:30 PM - 5:30 PM
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د څلورم ځل لپاره «تر څلوېښت کلونو ټیټ څلوېښت غوره» محصلینو او فارغانو د نمانځنې پروګرام جوړوي. د دې پروګرام په ترڅ کې د کاردان پوهنتون استثنايي محصلین او فارغان د یوې رسمي نوماندۍ او غوراوي پروسې له مخې ټاکل کېږي.

د غوراوي کمېټه ۴۰ تنه هغه غوره نوماندان، چې عمرونه یې تر څلوېښت کلونو ټیټ وي او د مشرتابه، خدماتو، اغېز او علمي کټګوریو کې د پام وړ لاسته راونې ولري، ټاکي.

کاردان پوهنتون د یادو څلوېښت غوره محصلینو او فارغانو د نمانځنې او قدرداني په موخه د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۱۲ مه نېټه د تایمني څانګې د کنفرانسو په تالار کې ځانګړې غونډه جوړوي.

په دې پروګرام کې به د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور او د هېواد د یو شمېر نورو وزارتونو د مشرتابه پلاوي، د رسنیو د استازو، د جایزو ګټونکو د کورنیو او ملګرو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه درانه مېلمانه برخه واخلي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
kardan.edu.af/fortyunderforty