راتلونکي پروګرامونه

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا دویم کلنی کنفرانس: د لوړو زده کړو د حقوقي چارچوکاټ ارزونه

نېټه 9 February, 2022
وخت د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۱ بجې
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د چهارشنبې په ورځ، د روان لمریز کال د سلواغې په ۲۰مه، چې د سپوږمیز کال د رجب‌المرجب له ۸مې نېټې سره برابرېږي، په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا دویم کلنی کنفرانس جوړوي. دا کنفرانس چې د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي، د لوړو زده کړو د حقوقي چارچوکاټ پر ارزونې تمرکز لري.

په دې کنفرانس کې به د لوړو زده کړو وزارت او د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي، د دې پوهنتون څېړونکي، استادان، فارغان او محصلین برخه ولري.

د لوړو زده کړو وزارت د نافذه مقررو ارزونه، د لوړو زده کړو د تقنیني اسنادو معیاري کول، د موجود حقوقي چارچوکاټ د ستونزو او کمیو موندل او په ټوله کې د یادو مقررو د لا ښه والي په موخه د معیاري او پلي کېدو وړ لارو چارو وړاندې کول، د دې کنفرانس د جوړېدو له آرو موخو څخه ګڼل کېږي.
د دې ترڅنګ، د کاردان پوهنتون څېړونکي به د کنفرانس اړتیاوو ته په پام خپلې څېړنیزې مقالې او موندنې هم د کنفرانس له ګډون‌والو سره شریکې کړي.

پر دې ټولو سربېره به، د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون تر چتر لاندې د افغانستان د پالیسۍ او ډیالوګ مرکز هم په رسمي بڼه پرانېستل شي.

کاردان پوهنتون د هېواد د مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه د تر ټولو غوره خدمتونو د وړاندې کولو، د څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو، د ملي کنفرانسو د جوړولو، د عمومي ګډون او نوښتګرو فعالیتونو له لارې د خپلو محصلینو او د هېواد د علمي ټولنې د مسلکي او علمي ودې زمینه برابره کړې ده.

دا پوهنتون تل ژمن دی، چې د ملي پروګرامونو د جوړولو له لارې د لوړو زده کړو د چارچوکاټونو او جوړښتونو د ارزونې فکري بستر ته زمینه برابره کړي. په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پراختیا د دویم کلني کنفرانس جوړېدل، چې د لوړو زده کړو د حقوقي چارچوکاټ پر ارزونې تمرکز لري، په یاده برخه کې د دې پوهنتون د ټینګ هوډ ښکارندويي کوي.