راتلونکي پروګرامونه

د مهندسي انجنیرۍ سیالي

نېټه 26 January, 2021
وخت د ماسپښین له ۱:۳۰ تر ۳:۰۰ بجو
ځای پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ د ۱۳۹۹ کال د سلواغې میاشتې په ۷مه نېټه د دې ډیپارټمنټ د محصلینو ترمنځ د مهندسي انجنیري سیالي جوړوي. په‌دې سیالې که به محصلین هڅه وکړي، چې د یوې دوه پوړیزه ودانۍ بشپړه طرحه چې د ودانۍ نقشې، ارتفاع‌ګانې، مقاطع او نور جزییات پکې راځي، جوړه کړي.



د سیالۍ ګډون‌وال به هڅه وکړي، چې د یوې ودانۍ د مُډل د طراحۍ له‌لازمو مېتودونو څخه ګټه واخلي. دا سیالۍ به وکولای شي، چې د مهندسانو او د انجنیرۍ د نورو څانګو ترمنځ لازمه همغږي رامنځ‌ته او د هغوی د طراحۍ مهارتونه لوړ کړي. ساختماني مُډلونه باید پر واقعیت ولاړ او د مهندسۍ د طراحۍ له‌مهمو لارو چارو څخه پکې ګټه اخیستل شوې وي. د دې ترڅنګ، باید د داسې داخلي جزییاتو او بېلابېلو عناصرو درلودونکي وي، چې له بهره د لید وړ نه وي.

د دې سیالۍ تر ټولو غوره پروژې ته ستاینلیک ورکول کېږي.