راتلونکي پروګرامونه

د مقالې لیکلو سیالي

نېټه 6 July, 2021
وخت یوه اونۍ
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د مشارکت پروژه، مېرمنو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې پروګرام او کاردان پوهنتون خوښ دي چې د مقالې لیکلو سیالي چې موخې یې په لاندې ډول دي، تنظیم او ترسره کوي:

• په ټولنیزو او سیاسي ډګرونو او د سولې بهیر کې د مېرمنو د ګډون په اړه د مناسبو او عملي حل لارو د وړاندې کولو په موخه د ښځینه محصلینو هڅول؛
• د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالي سره د مبارزې او مېرمنو د ځواکمنتیا په برخه کې د زده کړو د رول په اړه خبرې اترې کول؛
• د ټولنې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي جوړښتونو کې د مېرمنو وړتیا او ونډې ته ځانګړې پاملرنه کول؛
• په ټولنه کې د مېرمنو د ونډې په اړه د ټولنې د وګړو د پوهاوي د کچې لوړول؛
• د مېرمنو د ځواکمنتیا، ټولنیز ګډون او د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخو کې اساسي رول لوبولو په موخه د ښکېلو کسانو او ادارو هڅول.

د سیالۍ تنظیموونکو په اړه مالومات:
مشارکت
د مشارکت پروژه په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو د مدافع ډلو او فعالانو سره د مرستې په موخه د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې په مالي لګښت تمویلیږي. مشارکت چې په دري کې د مشارکت او په پښتو کې د ګډون مانا لري چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې اړونده کسانو او ډلو ته د یو مناسب چاپیریال رامینځته کولو، د عدالت غوښتنې د سیستمونو د پیاوړې کولو او د مېرمنو د برابرۍ او ځواکمنتیا لپاره د پوهاوي د کچې لوړولو او ملاتړ چمتو کولو په موخه کار کوي.
https://www.musharikat.com/

مېرمنو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې پروګرام
مېرمنو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې پروګرام د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیایي ادارې پروګرام دی چې نجونو ته د ساینس، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د زده کړو د پرمخ بیولو په موخه تحصیلي بورسونه چمتو کوي. په یادو برخو کې زده کړې به له هغوی سره د کارموندنې په وړاندې شته خنډونو په لیرې کولو، د عوایدو د کچې لوړولو او په کورنیو، ټولنو او په اړوندو خصوصي او دولتي ادارو کې د مشرتابه رول د پراختیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

کاردان پوهنتون
کاردان لومړنی خصوصي پوهنتون دی چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې. دغه پوهنتون اوس مهال ۴۰۰۰ محصیلین او ۴۰۰ ښوونکي او اداري کارکوونکي لري او تر دې دمه یې ۳۰۰۰۰ محصیلن فارغ کړي دي. دې پوهنتون په افغانستان کې د لوړو زده کړو د یو عصري او مخکښ پوهنتون په توګه، د لوړې پوهې او مهارت لرونکي کاري ځواک او د دندو د موکو رامینځته کولو، ژوند ښه کولو او پوهې رامینځته کولو له لارې د افغانستان له اقتصاد او ټولنې سره په دوامداره توګه مرسته او همکاري کړې ده.
https://kardan.edu.af/


د غوښتنلیک لېږونکو لپاره معیارونه
په دې سیالۍ کې یوازې د مشارکت د ښځینه ایتلاف غړي، مېرمنو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې پروګرام د تحصیلي بورسیو ترلاسه کوونکې او د کاردان پوهنتون ښځینه محصلینې او فارغانې ګډون کولای شي.

د مقالې موضوع
ګډون کوونکې کولای شي چې د موضوع ګانو د لاندې نوملړ څخه د خپلې خوښې موضوع غوره کړي:
- د افغانستان د سولې په بهیر کې د مېرمنو رول – ننګونې او مناسبې او عملي سپارښتنې او وړاندیزونه
- د افغانستان په سیاسي ډګر کې د مېرمنو رول – ننګونې او مناسبې او عملي سپارښتنې او وړاندیزونه
- د مېرمنو پروړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د زده کړو رول

د مقالې لیکلو لپاره معیارونه او قوانین

 مقاله باید له ۱۵۰۰ کلمو څخه زیاته نه وي.
 مقاله باید سریزه، متن او پایله ولري.
 مقاله باید مشخصه وي.
 د معلوماتو د خارجي سرچینو څخه د کار اخیستلو په صورت کې باید د امریکا د اروا پوهنې ټولنې د حوالې له سبک څخه کار واخیستل شي.
 مقاله باید اصلي وي، ټول راستول شوي توکي د ادبي غلا د معلومولو په موخه تر بیاکتنې لاندې نیول کېږي.
 مقاله باید ټایپ او دEssayCompetition@musharikat.com پتې له لارې د برښنالیک د ضمیمې په توګه راواستول شي.
 مقاله کیدای شي چې په انګلیسي، دري یا پښتو ژبو ولیکل شي.
 مقاله باید د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د جولای میاشتې تر ۶ مې نېټې پورې را واستول شي.
د روبریک ارزونه (د روبریک ارزونې پربنسټ نمرې د ۲۰ له قراره ورکول کېږي)

۱. دمقالې لیکل (۳ نمرې)
• مقاله د جوړښت له نظره خورا ښه او د منطقي او په زړه پورې دلایلو او نظرونو لرونکې ده. د مقالې بڼه د بڼې ورکولو معیارونو سره سمه چمتو شوې ده. (۳ نمرې)
• مقاله د جوړښت له نظره واضحه او د پاراګرافونو او نظرونو ترمینځ ربط شتون لري او مقاله تر ډیره په منطقي ډول ترتیب شوې او د بڼې ورکولو معیارونو سره سم په همغږې توګه بڼه ورکړل شوې ده. (۲.۵ نمرې)
• په عمومي توګه د تشخیص وړ یو جوړښت شتون لري، ډیری وختونه د دلایلو د تنظیمولو په موخه له پاراګرافونو څخه کار اخیستل کېږي او مقالې ته تر ډیره حده د بڼې ورکولو د معیارونو سره سم، بڼه ورکول شوې ده. (۲ نمرې)
• د مقالې د جوړښت لپاره هڅه شوې، خو د مقالې جوړښت کېدای شي چې په خورا منطقي ډول جوړ شي او د ټاکلې بڼې پربنسټ، خورا مسلکي بڼه ورکړل شي. (۱ نمره)
• په عمومي توګه په ځوابونو کې کوم څرګند جوړښت شتون نه لري او مقالې ته د بڼې ورکولو په موخه هیڅ هڅه نده شوې. (صفر)
۲. پرموضوع ګانو پوهیدل/ د نظرونو روښانه کول/ د بیلګو تړاؤ/ د دلیلونو همغږي
• غوره شوی مفهوم په څرګنده او دقیقه توګه تعریف، توضیح او ښودل شوی دی. ټولې اصطلاح ګانې په دقیقه او مناسبه توګه کارول شوي، دلیلونه خورا قوي، روښانه او همغږي دي او د حقایقو له خوا یې ملاتړ کیږي. (۱۴ نمرې)
• د ټاکل شوي مفهوم په خورا سمه توګه تشریح کولو وړتیا کې یو شمیر اړونده بیلګې شاملې دي. اصطلاحات په مناسبه توګه کارول شوي، دلیلونه کیدای شي خورا قوي، روښانه او د حقایقو له خوا یې ملاتړ شوی وي. (۱۲ نمرې)
• د مفهوم په اړه په ټیټه کچه پوهیدلو کې د بشپړو معلوماتو نه لرونکو دلیلونو، د اصطلاحاتو څخه په مناسبه توګه کار اخیستلو لپاره هڅو او په همغږې توګه دلیلونو اړوند څرګنده بیلګې شاملې نه دي. (۹ نمرې)
• د غوره شوي مفهوم په اړه ښکاره سترې تېروتنې، د اصلي عناصرو نشتوالی، د بې ربطه اصطلاحاتو کارول، د مناسبو اصطلاحاتو د کارولو لپاره د هڅو نه کول. په عمومي ډول بیلګې له پامه غورځول کیږي او دلیلونه یو له بله سره همغږي نه دي. (۵ نمرې)
• د ناسمو توکو او غیرمعقوله بیلګو او توضحیاتو د پام وړ عناصر. د نظریو په اړه په خورا ټیټه کچه معلومات درلودل. (۲ نمرې)

۳. ژبه/ حواله ورکول (۳ نمرې)
• د لیکلو مهارتونه یوازې د لږ تر لږه تېروتنو په لرلو سره عالي دي، ټولې حوالې دقیقې او په سم ډول بڼه ورکړل شوې. (۳ نمرې)
• د لیکلو مهارت ښه دی.د ژبې کارول له مانا او محتوا سره مخالفت نه لري. کله نا کله د جملې ټوټې، د کلمو غلط استعمال او د نقطه ګذارۍ تېروتنې، ډیری حوالې مناسبې او دقیقې او بڼه ورکړل شوې ده. (۵.۲ نمرې)
• د لیکلو مهارت د قناعت وړ دی.ګرامري او د ژبې ځینې تېروتنې شتون لري، ژبه ځینې وختونه د محتوا د لیږد مخنیوی سبب ګرځي. یوازې ځینې حوالې صحیح او په مناسبه توګه بڼه ورکړل شوې ده. (۲ نمرې)
• د لیکلو کمزوری مهارت، مقاله په څرګنده توګه د لوستلو وړ نده او نږدې په هره جمله کې د ژبې تېروتنه ښیي. د ژبې تېروتنه د مانا سره مخالفت نه لري، دسمې بڼې کارولو هڅه شوې ده. ( ۱ نمره)
• د ژبې په خورا کمزورې توګه کارول، په هره کرښه کې د تېروتنو شتون، تېروتنې پوهیدل له ستونزو سره مخامخ کوي، حوالې شتون نلري یا په مناسبه توګه بڼه نده ورکړل شوې (صفر)

جایزه ورکول

- دریو خورا غوره مقاله لیکوونکو ته به د غوره لیکوال جایزه ورکړل شي.
- درې خورا غوره مقالې به د ګنجینه کاردان مجله کې چاپ او نشر شي.
- دریو خورا غوره مقاله لیکوونکو ته به له ۳۰۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو نغدي جایزه ورکړل شي.
- ټولو سیالي کوونکو ته به د سیالیو تنظیموونکو له خوا د ګډون تصدیق پاڼې ورکړل شي.

د ټولو ګډون کوونکو څخه هیله کېږي چې خپلې مقالي له چمتو شوي روبریک سره سمې ولیکي. د مقالي د راستولو پرمهال باید ګډون کوونکې د خپل ځان په اړه لاندې مالومات هم چمتو او را واستوي:
• نوم او تخلص
• د زده کړو کچه
• د اړیکو شمېره
• برېښنالیک