راتلونکي پروګرامونه

د نویو ټوکیدلو رهبرانو پروګرام

نېټه 24 October, 2019
وخت 2:30 PM - 4:30 PM
ځای د کاردان پوهنتون د ماسټري څانګه، ۳۰۱# ټولګی
شریک یې کړۍ

د راتلونکي نسل، پراخو فکر لرونکو رهبرانو ته الهام ورکول او د هغو هڅونه د کاردان پوهنتون د ماموریت تر ټولو مهمه برخه جوړوي. لکه څنګه چې زموږ اکاډمیک او له تحصیلي نصاب بهر پروګرامونه په داسې ډول طرحه شوي، چې زموږ محصلین او فارغان په پېچلیو چاپېریالونو کې بریالي کوي، خو د دې هرڅه تر اړخه د مشرتابه د یوه پرمختللي متمرکز نوښت پر مټ د محصلینو او فارغانو د مشرتابه مهارتونو ودې او پیاوړتیا ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

د نویو ټوکیدلو رهبرانو پروګرام د پرانېستو موخه هم د هغو ژمنو او ممتازو کاردانیانو (محصلین او فارغان) پېژندنه، پرمختګ او لارښوونه ده، کوم چې په خپلو ټولنو کې بدلون راوړلو ته لېواله دي.

د دې پروګرام په ترڅ کې به اته پیاوړي رهبران د روزنیزو سیمینارونو له لارې ۲۵ نوي ټوکېدلي رهبران (نارینه او ښځینه) وروزي. دا پروګرام د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په دویمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې دوام کوي.

د ویلو وړ ده، چې د مشرتابه د ټولو اتو تدریس کېدونکو موډلونو مالوماتي بهیر په انګلیسي ژبه دی، او د پروګرام په پای کې فراغت غونډه هم په پام کې نیول شوې ده.

د لا ډېرو مالوماتو او نوم لیکنې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
د نویو ټوکیدلو رهبرانو پروګرام