راتلونکي پروګرامونه

د ۲۰۲۰ کال د فارغانو آنلاین غونډه

نېټه 10 December, 2020
وخت د ماسپښین له ۲:۰۰ تر ۳:۳۰ بجو
ځای زوم
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو دفتر په‌پام کې لري، چې د روان ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۲۰مه، د فارغانو د لاسته راوړنو او فعالیتونو د قدرداني په موخه آنلاین غونډه جوړه کړي.

دا آنلاین غونډه، چې تر ډېره شبکوي ارزښت لري د کاردان پوهنتون د بېلابېلو دورو له فارغانو سره د پوهنتون د وروستیو فعالیتونو د شریکولو، د فارغانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پیاوړتیا او سرګرمي په موخه جوړېږي.

د دې غونډې په‌ترڅ کې به د کاردان پوهنتون فارغان خپل د ۲۰۲۰ کال فعالیتونه او لاسته راوړنې، فرصتونه او پر وړاندې یې شتنه ننګونې له یو بل سره شریکې کړي.

په غونډه کې لاندې فعالیتونه ترسره کېږي:

• ویناوې
• د ټولګي خاطرې
• آنلاین لوبې
• سوالونه او ځوابونه
• آنلاین ډله‌ییز عکس

مینه‌وال فارغان کولای شي د نوم‌لیکنې لپاره د روانې لیندۍ میاشتې تر ۱۹ مې نېټې، دې برېښنالیک (Alumni@kardan.edu.af) ته پیغام ولېږي.