راتلونکي پروګرامونه

کاردان پوهنتون کې د کتاب اونۍ

نېټه 9 July, 2019
وخت 9:00 AM - 6:00 PM
ځای د کاردان پوهنتون د پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

د یوه مخکښ، ځلیدلي او د علمي او مسلکي الهام بښوونکي پوهنتون په توګه کاردان له تحصیلي نصاب د باندې فعالیتونو ته هم وده او پراختیا ورکوي او د جایزو او ستاینلیکونو په ورکولو سره د محصلینو د پېژندنې، ستاینې او ښکېلتیا پر ډېر والي تمرکز کوي.
د کاردان پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی له همدې امله هوډ لري، چې د کتاب اونۍ تر نامه لاندې د بېلابېلو پروګرامونو یو ټولګه د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۸ مې تر ۲۵ نېټې پورې د کتاب لوستنې کلتور د عامولو په موخه پر لاره واچوي.
د کتاب اونۍ په ترڅ کې به لاندې فعالیتونه ترسره شي:
• په یوه درې ورځني کتاب نندارتون کې به د کتابونو خپرونکي او خرڅونکي په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د (سیاسي علومو، نړیوالو اړیکو، حقوقو، اسلامي علومو، انجنیرۍ او ...) برخو کې ډېر شمېر کتابونه نندارې ته وړاندې کړي.
• د کاردان د مدیریت او اقتصادي علومو ژورنال (KJEMS) د درېیمې او څلورمې ګڼه او د کاردان د ټولنیزو او انساني علومو ژورنال (KJSSH) د دویمې ګڼې پرانېسته به وشي.
• د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې د آمر ښاغلي محمد صدیق ذلیق او د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګې د آمر ښاغلي زاهد جلالي له لوریو د چاپ شویو کتابونو نمانځنه به وشي.
• د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس ښاغلي احمد خالد حاتم له لوري به د حقوقي څېړنو د اوسني دود په اړه به روزنیز ورکشاپ وړاندې شي.
• د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو له محصلینو سره د مرستې په موخه د باکیفیته څېړنو ترسره کول، چیرته چې کارپوهان به د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د ورځنیو مسایلو او ترڅنګ یې د علمي پروپوزل د لیکلو لارو چارو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړي.
له همدې امله، د کاردان پوهنتون ټولو محصلینو او فارغانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د خپلو علمي ظرفیتونو د ودې او پیاوړتیا لپاره په یاد پروګرام کې ګډون وکړي.