راتلونکي پروګرامونه

د کاردان پوهنتون د ممتازو محصلینو ستاینغونډه

نېټه 1 November, 2020
وخت د ماسپښین له یوې تر دریو بجو
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د لیسانس او ماسټري پروګرامونو د پسرلني سمسټر د ممتازو محصلینو ستاینه او قدردانی کوي. دا پروګرام د روان کال د لړم میاشتې په ۱۱ مه، ماسپښین دوه بجې د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي.

په دې پروګرام کې د ۱۳۹۹ کال د پسرلني سمسټر هغه ۹۰ محصلین چې تر ټولو لوړې نمرې یې اخیستي وي؛ د پوهنتون د مشرتابه او د یادو محصلینو د کورنیو په ګډون ستایل کېږي.

کاردان پوهنتون د هر سمسټر په پای کې خپل هغه محصلین، چې تر ټولو لوړې نمرې یې اخیستي وي او تر نورو ډېر انظباتي قواعدو ته ژمن وي؛ د تحصیلي بورسیو او ستاینلیکونو په ورکړې سره یې قدردانی کوي.