راتلونکي پروګرامونه

د سویلي آسیا د اقتصاد محصلینو سیالۍ کې د کاردان پوهنتون د محصلینو ګډون

نېټه 25 November, 2020
وخت وروسته اعلانېږي
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلین د کابل پوهنتون له محصلینو سره په ګډه همکارۍ د سوېلي آسیا د اقتصاد محصلینو سیالۍ SAESM کې چې هر کال په سیمه ییزه بڼه جوړېږي؛ ګډون کوي. په دې سیالۍ کې د سوېلي آسیا د اتو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، هند، بنگله دېش، بوتان، سریلانکا، نیپال او مالدیو) د ۲۰۲۱ کال د پسرلني سمسټر محصلین برخه اخلي او د خپلو هېوادونو د اقتصادي وضعیت په تړاو بحث او خبرې اترې کوي.

په دې سیمه ییز پروګرام کې د کاردان پوهنتون او کابل پوهنتون د محصلینو یوه ډله د افغانستان په استازولۍ ګډون کوي.

د سوېلي آسیا د اقتصاد محصلینو سیالي SAESM، د یوه سیمه ییز بستر په توګه په ۲۰۰۴ کال کې تاسیس شوه، څو له ټولې سوېلي آسیا څخه د اقتصاد څانګې ځوان محصلین په یوه هیجان لرونکي کنفرانس کې د دې سیمې په یو ښار کې را ټول کړي. په دې ناسته کې د یادو اتو هېوادو د اقتصاد څانګې د لیسانس محصلین د خپلو هېوادونو د اقتصادي او ټولنیزو حالتونو په تړاو بحث او خبرې اترې کوي او ترڅنګ یې څېړنې او خپلې تجربې هم شریکوي.

کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف (باکیفیته زده کړو) او اتم هدف (مناسب کار او اقتصادي پیاوړتیا) ته د رسېدو په برخه کې د خپلو محصلینو لپاره د روزنیزو پروګرامونو او عملي فعالیتونو آسانتیاوې برابرې کړي.