راتلونکي پروګرامونه

د اقتصاد پوهنځي محصلین د سوداګرۍ نړیوالې آنلاین سیالۍ کې ګډون کوي

نېټه 26 November, 2020
وخت وروسته اعلانېږي
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د اقتصاد پوهنځي محصلین د سوداګرۍ نړیواله آنلاین سیالۍ کې ګډون کوي
د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د تجارت ادارې او اقتصاد ډیپارټمنټونو محصلین به د ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې په وروستیو کې د سوداګرۍ په یوه نړیواله آنلاین ژوندۍ سیالۍ کې برخه واخلي. کاردان پوهنتون د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته د رسېدو زمینې د پیاوړتیا په موخه خپلو محصلینو ته په دا ډول کم‌ساریو پروګرامونو کې د برخې اخیستو آسانتیاوې برابروي.

دا سیالي د CapSource له لوري، چې په امریکا متحده ایالتونو کې مېشت د مالوماتي ټکنالوژۍ کمپنۍ دی؛ جوړېږي. دا کمپنۍ له پوهنتونونو سره مرسته کوي، چې پر تجربوي زده کړو ولاړ روزنیز پروګرامونه رامنځته کړي.

دا ډالۍ ورکونکې او په لوړه کچه رقابتي سیالۍ ده، چې په یاده برخه کې به واقعي ننګونې را برسېره کوي. محصلین به د دې آنلاین سیالۍ په ترڅ کې د RMHC اجرایوي مشرتابه لپاره د واقعي نړۍ اړوند او نوښتیز ننګونو د حل لپاره سیالي وکړي.

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو بنسټونو سره په ګډه کار کوي، چې تلپاتې والي او د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو ته په تدریس، څېړنو او نورو اړوندو چارو کې ځای ورکړي او په دې تړاو د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي. دا د کاردان پوهنتون د محصلینو، استادانو، ټولنې او راتلونکو بریالیتوبونو او د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ د ۲۰۲۱ کال د نړیوالې درجه بندۍ لپاره خورا مهم دي.