راتلونکي پروګرامونه

د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو د اقتصاد ډیپارټمنټ سمپوزیم

نېټه 28 October, 2020
وخت د سهار له ۹:۳۰ تر ۱۱:۳۰
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په پام کې لري، چې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو د بنسټیز کېدو په ځانګړي ډول د اتم هدف (مناسب کار او اقتصادي وده) په تړاو سمپوزیم جوړ کړي.

دا سمپوزیم د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې په اوومه نېټه د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي. په سمپوزیم کې د ټولو مینه والو ګډون آزاد دی.

دا سمپوزیم دوه ناستې لري، چې په لومړۍ هغه کې به د افغانستان د څېړنکو له لوري یو پرزنټېشن وړاندې شي. د اتم تلپاتې پراختیايي هدف په تړاو خپره شوې مقاله د دې پرزنټېشن لپاره ټاکل شوې ده.

په دویم ناسته کې به د استادانو او محصلینو ګډ پنلونه جوړ شي، چې په افغانستان کې د اتم هدف د پلي کېدو او پر وړاندې یې د شته ستونزو او ننګونو په اړه به بحث او خبرې اترې وشي. په هر پنل کې به دوه تن محصلین او یو تن استاد ګډون ولري.
مینه وال کولای شي په دې سمپوزیم کې د ګډون له لارې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په تړاو خپله د پوهاوي کچه لوړه کړي.