راتلونکي پروګرامونه

نوښت لب د کمپیوټر ساینس د اساساتو په اړه روزنیز پروګرام جوړوي

نېټه 24 October, 2020
وخت درې اونۍ
ځای پروان دو څانګه
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون نوښت لب د دې پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د لومړي سمسټر محصلینو ته د کمپیوټر ساینس د اساساتو په تړاو درې اونیز پروګرام جوړوي. دا روزنیز پروګرام د روان ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په درېیمه نېټه پیلېږي، چې شاوخوا درې اونۍ دوام کوي.

د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو SDGs په ځانګړي ډول د څلورم هدف (باکیفیته زده کړې) د بنسټیز کېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون د تعهد پر بنسټ دا پروګرام جوړېږي، چې د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د محصلینو او عامو مینه والو ګډون پکې آزاد دی.

د کاردان پوهنتون نوښت لب هغه ځای دی، چې محصلین د کمپیوټر ساینس په برخه کې خپلې تیوري نظریې په عملي هغو اړولی شي. دا نوښت لب د عملي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره بېلابېلې آسانتیاوې لري.

دا روزنیز پروګرام له محصلینو سره مرسته کوي، چې د کمپیوټر ساینس د اساساتو په تړاو هر اړخیز مالومات ترلاسه کړي او له همدې امله ټولو هغو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې پروګرام کې فعاله ونډه واخلي.

د یاد پروګرام مینه وال کولای شي د لړم میاشتې تر لومړۍ نېټې د دې لینک له لارې نوم لیکنه وکړي: https://forms.gle/vZQtJKmv6wS475nC6