نېټه |
12 October, 2020 |
وخت |
د ماسپښین له ۲:۰۰ تر ۴:۰۰ بجو |
ځای |
د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار |
شریک یې کړۍ |
|
د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو ته د رسېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون د تعهد پر بنسټ د دې پوهنتون د حقوقو پوهنځی ویاړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق په تړاو د کاردان پوهنتون د محصلینو، فارغانو او نورو مینه والو لپاره د عامه پوهاوي پروګرام جوړوي.
دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همغږۍ د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۲۱ ماسپښین دوه بجې د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړېږي.
دا مالوماتي ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رییس عین الدین بهادري له لوري وړاندې کېږي او تر ډېره په آنلاین او افلاین ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي پر څرنګوالي بحث کوي.
یاد پروګرام د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو د تحقق په ځانګړي ډول د باکیفیته زده کړو په اړه دی. د دې پروګرام بېروني مینه وال کولای شي ۰۷۰۰۹۳۲۰۷۷ سره اړیکه ونیسي او نوم لیکنه وکړي.