راتلونکي پروګرامونه

د ملګرو ملتونو د اتم تلپاتې پراختیايي هدف په تړاو آنلاین ناسته

نېټه 5 October, 2020
وخت د ماسپښین له ۲:۰۰ تر ۳:۰۰ بجو
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د ملګرو ملتونو د اتم تلپاتي پراختیايي هدف SDG8 (مناسب کار او اقتصادي وده) په تړاو آنلاین ناسته جوړوي. په دې ناسته کې په اقتصادي پراختیا کې د تجارت او ټرانزیټ پر رول باندې ځانګړی تمرکز کېږي.

دا ناسته د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۴ مه په آنلاین بڼه د ماسپښین له ۲:۰۰ تر ۳:۰۰ بجو د افغانستان د نړیوالۍ سوداګرۍ خونې د اجراییه رییس ښاغلي حجت الله فضلي له لوري وړاندې کېږي. ښاغلی فضلي یو نړیوال اقتصاد پوه او د پراختیا متخصص دی. د نوموړي څېړنیزې د علاقې وړ برخې د نړۍ سیاسي اقتصاد، نړیوالې اړیکې او پراختیايي مطالعات دي.

ښاغلي فضلي دغه راز له مهمو نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، نړیوال بانک، د امریکا متحده آیالتونو پرمختیايي ادارې او په نیدرلنډ کې له SID سره په لوړو پوسټونو اوږده کاري تجربه لري. هغه په تېرو اوو کلونو کې د خصوصي سکټور د پراختیا صنعت یو مسلکي شخص او په دې برخه کې یې د پام وړ چارې ترسره کړي دي.