نېټه |
7 July, 2019 |
وخت |
وروسته اعلانېږي |
ځای |
د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو تالار، تایمني څلور لارې |
شریک یې کړۍ |
|
کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د څلورم ځل لپاره (تر څلوېښت کلونو ټیټ څلوېښت غوره) محصلینو او فارغانو د نمانځنې پروګرام جوړوي. ددې پروګرام په ترڅ کې د کاردان پوهنتون استثنايي محصلین او فارغان د یوې رسمي نوماندۍ او غوراوي پروسې له مخې ټاکل کېږي.
د غوراوي کمېټه په مشرتابه، خدماتو، اغېز او علمي کټګوریو کې نوماندان ټاکي. احتمالي نوماندان باید په خپله کاري ساحه کې د لا پرمختګ د څرګندولو په موخه بالقوه او کره ثبوت وړاندې کړي.
په دې پروګرام کې به د لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور او د هېواد د یو شمېر نورو وزارتونو د مشرتابه پلاوي، د رسنیو د استازو، د جایزو ګټونکو د کورنیو او ملګرو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه درانه مېلمانه برخه واخلي.
د سږني پروګرام لپاره د نوماندۍ پروسه پیل شوې ده. که فکر کوئ، چې شراېط یې پوره کولای شئ او یا د کاردان پوهنتون یو محصل یا فارغ پېژنئ چې د خپلو استثنايي بریالیتوبونو پر بنسټ ددې جایزې وړ دی؛ نو هیله ده د نوماندۍ فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې events@kardan.edu.af ته واستوئ.