راتلونکي پروګرامونه

د مېرمنو لپاره د تحصیلي صندوق (WSE) په تړاو مالوماتي پروګرام

نېټه 28 September, 2020
وخت د ماسپښین دوه بجې
ځای د تایمني څانګې د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون د مېرمنو لپاره د تحصیلي صندوق په اړه مالوماتي ناسته، چې بنسټیزه موخه یې د یادو بورسیو د نوم لیکنې پروسې او معیارونو په تړاو ښځینه محصلینو ته بشپړ او هر اړخیز مالومات ورکول دي؛ جوړوي.

دا ناسته د کاردان پوهنتون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د دوشنبې په ورځ (۷ تله ۱۳۹۹) ماسپښین دوه بجې جوړېږي.

د مېرمنو لپاره د تحصیلي بورسیو صندوق (WSE)، د ساینس، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ، ریاضیاتو (STEM) او دې ورته نورو مضامینو کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په برخه کې له افغان مېرمنو سره د مرستې او همکارۍ په موخه د امریکا متحده ایالتونو د پرمختيايي اداره USAID اوږد مهاله پروژه ده.

یاد صندوق ښځینه محصلینو ته د فیس او تحصیلي لګښتونو په برخه کې بورسیې ورکوي او ټولې نجونې زده کوونکې، چې د افغانستان په هر خصوصي او یا دولتي پوهنتون کې زده کړې کوي؛ د یادو بورسیو پر شراېطو برابرې دي.

که غواړئ، چې د کاردان پوهنتون بشپړې وړیا تحصیلي بورسیې ترلاسه کړئ او د یادو بورسیو د نوم لیکنې شرایطو او پروسې او پر شراېطو د برابرېدو معیارونو په تړاو بشپړ مالومات ترلاسه کړئ؛ نو په یاد پروګرام کې ګډون وکړئ.

د مېرمنو لپاره د تحصیلي صندوق په تړاو د بشپړو مالوماتو لپاره دې لینک ته ورشئ: https://kardan.edu.af/wse/