راتلونکي پروګرامونه

د دولت پر حاکمیت د نړیوال کېدو اغېزې؛ آنلاین مناظره

نېټه 16 July, 2020
وخت وروسته اعلانېږي
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د مناظرې ټولنه په پام کې لري، چې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۶ مه د دې څانګې محصلینو ته « د دولت پر حاکمیت د نړیوال کېدو اغېزې» تر نامه لاندې آنلاین مناظره جوړه کړي.

د دې مناظرې آره موخه په محصلینو کې د خبرو اترو مهارتونو پیاوړتیا او د وروستیو سیاسي او ټولنیزو پېښو او پر نړۍ د هغو د اغېزو په تړاو د محصلینو درک پیاوړي کول دي.

مینه وال محصلین کولای شي خپل نوم، آی ډي او له لاندې (الف - ب) غوراوي څخه یو وټاکي او ښاغلي شبیر احمد لعل ته یې ولېږي.
الف: د نړیوال کېدو ملاتړی
ب: د نړیوال کېدو مخالف

اشتراک د نوبت پر اساس دی، او د نوم لیکنې وروسته نېټه دوشنبه د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې ۲۳ مه ماخوستن ۸ بجې ده.