راتلونکي پروګرامونه

کاردان پوهنتون کې د مېرمنو لپاره د لوړو زده کړو د ۱۰۰٪ تخفیف ځانګړي پروګرام پېژندنه

نېټه 13 June, 2019
وخت 10:30 AM - 12:00 PM
ځای تایمني څلور لارې، د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو تالار
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون په ډېرې خوښۍ سره د خپلو ښځینو محصلینو لپاره د سل سلنه تخفیف ځانګړی تحصیلي پروګرام اعلانوي. دا پروګرام د یوه نړیوال بنسټ په همکارۍ پلی کېږي، چې په ترڅ کې د کاردان پوهنتون د موجودو، نویو او فارغو شویو ښځینه محصلینو لپاره ۱۰۰٪ تحصیلي بودیجه برابریږي.

په دې توګه د کاردان پوهنتون ټولو ښځینه محصلینو ته بلنه ورکوو، چې د یاد پروګرام د شراېطو او په اړه یې د لا ډېرو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره په همدې تړاو جوړېدونکي مالوماتي پروګرام کې ګډون وکړي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره کولای شئ د پوهنتون په دویم پروان څانګه کې د مالوماتو او نوم لیکنې او یا هم د ستراتیژیکو همکاریو او نړیوالو چارو دفتر ته مراجعه وکړئ.