راتلونکي پروګرامونه

د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت په تړاو آنلاین سیالي

نېټه 27 April, 2020
وخت د ماسپښین دوه بجې
ځای آنلاین
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او د تجارت ادارې ډیپارټمنټونه د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت په تړاو د دې پوهنتون د محصلینو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په اتمه ماسپښین دوه بجې آنلاین سیالي جوړوي.

د پوهنتون د ټولو ډیپارټمنټونو هغه محصلین، چې په روان سمسټر کې د ثقافت مضمون ولري کولای شي په دې سیالۍ کې برخه واخلي. د لومړي، دویم او درېیم مقامونو ګټونکو ته په ثقافت مضمون کې د نمرو ترڅنګ ډالۍ هم ورکول کېږي.

د دې سیالۍ پوښتنې د محمد بن صالح المنجمد له (۷۰ پوښتنې او ځوابونه) کتاب څخه راځي، چې تر نوم لیکنې وروسته محصلینو ته ورکول کېږي. هر محصل چې د دې سیالۍ پنځو پښتنو ته په بشپړ ډول ځواب ووايي، ګټونکی بلل کېږي.

کلي معلومات:

• د کاردان پوهنتون د ثقافت اسلامي مضمون محصل وي
• د سیالۍ پر مهال د آنلاین کېدو په وخت کې خپل نوم د درس له ورځې سره یو ځای ولیکي
• محصلین د ځوابونو لپاره د ژوري پلاوي له لوري په خپل نوبت ټاکل کېږي
• د سیالۍ پایلې د پروګرام په پای کې د ژوري پلاوي له لوري اعلانېږي

د لوموړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته د ډالیو ترڅنګ د ثقافت مضمون کې په ترتیب سره پنځه، څلور او درې نمرې ورکول کېږي.

پر شرایطو برابر محصلین کولای شي په یاده سیالۍ کې د نوم لیکنې لپاره د شنبې ورځې (۶ غویی ۱۳۹۹) تر ماښامه لاندې برېښنالیک ته خپل نوم او مشخصات راولېږي:
Y.alkozai@kardan.edu.af