راتلونکي پروګرامونه

ښار ته د نوي لید ملي کنفرانس

نېټه 15 February, 2020
وخت دوه ورځې
ځای د کابل پولتخنیک پوهنتون
شریک یې کړۍ

د کاردان پوهنتون او UN-HABITAT بنسټ په همکارۍ کابل ښاروالي «ښار ته د نوي لید» تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس جوړوي. دا کنفرانس د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په پنځلسمه د کابل په پولتخنیک پوهنتون کې جوړېږي.

کنفرانس په لاندې شپږو بېلابېلو برخو کې جوړېږي او کابل ښاروالي هم ورته څېړنیزې لیکنې او طرحې مني. په پام کې ده، چې کاردان پوهنتون د «ښاري اقتصاد» برخه مدیریت او رهبري کړي. د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استازي به د غواروي بورډ له ډلې څخه وي، کوم چې د کنفرانس لپاره طرحې او څېړنیزې مقالې غوره کوي.

کنفرانس په لاندې برخو کې جوړېږي:

1. ښاري اقتصاد
a. له همیشنیو ښاري انرژیو څخه ګټه اخیستنه
b. عواید، د پانګې جذبول، د خصوصي سکټور هڅونه
c. مشارکت او د ښاروالیو له ملکیتونو څخه ګټه اخیستنه

2. پلان او ښاري پراختیا
a. د ښاري طراحۍ اډانه
b. ښاري پراختیا
c. د غیر پلاني ساحو رغونه
d. له ښاري ځمکو ګټه اخیستنه

3. ښاري خدمتونه
a. تنظیف
b. د ښار ښکلي کول
c. سمسورتیا

4. ښاري امنیت او مصونیت

5. ښاري ژوند او فرهنګ

6. په ښاري مدیریت کې د ښځو د مشارکت زیاتوالی

د کاردان پوهنتون له ټولو محصلینو، فارغانو او کارکوونکو څخه هیله کېږي، چې د کنفرانس د بېلابېلو برخو لپاره خپلې طرحې په دې برېښنالیک d.haidary@kardan.edu.af د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ تر لسمې نېټې را ولیږي.
څېړنیزې لیکنې دې پتې ته استول کېږي: sharwali2019@gmail.com

د غوره طرحو لومړي مقام ته ۳۰ زره، دویم مقام ته ۲۰ زره او درېیم مقام ته ۱۰ زره افغانۍ ډالۍ ورکول کېږي.

د غوره څېړنیزو لیکنو لومړي مقام ته ۲۰ زره، دویم مقام ته ۱۵ زره او درېیم مقام ته ۱۰ زره افغانۍ ډالۍ ورکول کېږي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره د کاردان پوهنتون له دادالله حیدري سره په دې برېښنالیک اړیکه ونیسئ: d.haidary@kardan.edu.af