راتلونکي پروګرامونه

د ۲۰۲۰ کال له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره څېرو پروګرام

نېټه 25 June, 2020
وخت د ماسپښین دوه بجې
ځای وروسته په ډاګه کېږي
شریک یې کړۍ

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د کوویډ-۱۹ ننګوونکي چاپېریال په بهیر کې له څلوېښت کلونو د کم عمره څلوېښت غوره څېرو پنځم پروګرام جوړوي. دا پروګرام د کاردان پوهنتون د استثنايي محصلینو او فارغانو د پېژندلو لپاره یوه غوره لاره ګڼل کېږي.

د پوهنتون د غوراوي کمېټه به د معمول په څېر ۴۰ تنه هغه محصلین او فارغان، چې عمرونه یې له څلوېښت کلونو کم وي، د مشرتابه، خدمت، په ټولنه کې د اغېز درلودلو او آکاډمیکو برخو کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې وټاکي.

د یادو څلوېښت کسانو د لاسته راوړنو د نمانځلو او هغوی ته د جایزو د ورکړې په موخه به د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې په پنځمه نېټه ماسپښین دوه بجې ځانګړې غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د لوړو زده کړو وزارت محترم استازي، د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوی، د جایزو ګټونکي او د هغوی کورنۍ او ملګري برخه ولري.

دا پوهنتون هڅه کوي، چې د کوویډ-۱۹ ننګونکي چاپېریال په ترڅ کې د خپلو محصلینو او فارغانو لاسته راوړنې ونمانځي او هغوی ته دا انګېزه ورکړي، چې په خپلو جدي هلو ځلو سره تر پخوا لا پیاوړي را ښکاره شي.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ: https://kardan.edu.af/FortyUnderforty/