د محصلینو تبدیلي

کاردان پوهنتون له ملي او نړیوالو پوهنتونونو څخه د محصلینو د تبدیلۍ غوښتنلیکونه مني. له هغو پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ غوښتنلیک چې اکاډمیک اعتبار ونلري؛ نه منل کېږي. یوازې هغه محصلین چې په B درجه او یا له هغه پورته وي، کاردان پوهنتون ته د تبدیلۍ پر شراېطو برابر ګڼل کېږي. هغه تحصیلي پروګرامونه چې په کاردان پوهنتون کې نه تدریسېږي د تبدیلۍ په تړاو غوښتنه یې هم نه منل کېږي.

هغه محصلین چې غواړي په کاردان پوهنتون کې خپلو لوړې زده کړې پرمخ یوسي او دې پوهنتون ته د تبدیلۍ غوښتنه ولري، اړ دي چې د لوړو زده کړو وزارت د تبدیلۍ پړاونه او شراېط بشپړ کړي او کاردان پوهنتون ته خپل ټرانسکرپټ ولېږي.

کاردان پوهنتون د معتبرو پوهنتونونو د محصلینو تبدیلي چې د تحصیل نیمه دوره یې پاتې وي، مني. له دې امله چې محصلین د تبدیلۍ پر شراېطو برابر شي؛ باید خپله پاتې نیمه تحصیلي دوره په کاردان پوهنتون کې بشپړه کړي.

له نیمه لوړو زده کړو موسسو څخه د درسي کرېډیټونو انتقال

ځینو تحصیلي څانګو لکه ژورنالېزم او عامه اړیکو، تجارت ادارې، کمپیوټر ساینس او سېول انجنیري ته د نیمه لوړو زده کړو له معتبرو موسسو څخه د تبدیلۍ غوښتنلیکونه؛ منل کېږي، خو د تبدیلي کوونکو محصلینو درجه باید B او یا له هغه پورته وي. دغه راز، درسي مضامین او د کریډیټونو شمېر باید د کاردان پوهنتون د تحصیلي نصاب مطابق او د ډیپارټمنټونو له لوري تنظیم او تایید شي.

له نړیوالو پوهنتونونو څخه د کریډیټونو انتقال

کاردان پوهنتون ته له نړیوالو پوهنتونونو څخه تبدیلي د لاندې شراېطو تابع ده:

  • د ټرانسکرپټ وړاندې کول او د هغو مضمونو شرحه چې لوستي یې دي
  • د کاردان پوهنتون د تدریس ژبه انګلیسي ده او ټول اسناد او معلومات هم باید په هم دې ژبه وړاندې شي
  • د معتبرو پوهنتونونو محصلین وي
  • د هغو بنسټونو کریډیټونه چې په لومړۍ درجه کې پر فني او مسلکي زده کړو متمرکز وي، معمولاً د انتقال وړ نه دي
  • غوښتونکي باید د کاردان پوهنتون د پذیرش ټول معیارونه رعایت کړي

د پورتنیو شرایطو تر رعایتولو وروسته د کاردان پوهنتون د نوم لیکنې دفتر او ډیپارټمنټونه د هغو محصلینو درسي مضمونونه چې غواړي دې پوهنتون ته تبدیلي وکړي؛ ارزوي. د کاردان پوهنتون له تحصیلي نصاب سره د مطابقت نه درلودلو په صورت کې تبدیلي نه منل کېږي.

د فني او مسلکي برخو د محصلینو د کریډیټونو انتقال

په ټولیز ډول د فني او مسلکي تحصیلي څانګو کرېډیټونه کاردان پوهنتون ته د لېږد وړ نه دي.

د ځینې مضامینو منل کېدل

د یو شمېر محصلینو ځینې هغه مضامین چې په خپل پخواني پوهنتون کې یې لوستي وي هغه مهال منل کېږي، چې د کاردان پوهنتون له درسي مطالبو سره ورته والی ولري. د معاف کېدو په صورت کې محصلین د یادو مضامینو اخیستلو ته اړ نه دي، بلکې د هغو پر ځای نور مضامین باید د خپل پروګرام د بشپړېدو لپاره واخلي. معاف شوی مضمون د «EX» په توګه د (کامیابۍ یا ناکامۍ) له پایلې سره په ټرانسکریپټ کې لیکل کېږي. د یوه ځانګړي مضمون د معافولو لپاره باید محصل له خپل ډیپارټمنټ څخه د سمسټر د پیل په لومړیو دوو اونیو کې د معاف کېدو غوښتنلیک فورم ترلاسه او بشپړ کړي.

هغه محصلین چې د یو شمېر مضمونونو د منل کېدو غوښتونکي دي؛ باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  • غوښتونکی باید په کاردان پوهنتون کې ثبت او راجستر وي
  • معافیت باید له یو تحصیلي یا حرفوي سند سره معادل وي
  • د مضمونونو معافول یوازې د هغو کسانو لپاره په پام کې نیول کېږي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې خپل تحصیلي اسناد نه وي ترلاسه کړي

کاردان پوهنتون ښايي، له یو شمېر هغو کسانو آزموینه واخلي، چې د ځانګړو مضمونونو د منل کېدو غوښتونکي دي:

  • تر څلورو پورې مضمونونه د منلو وړ دي، له هغه ډېر نه منل کېږي. محصلین له څېړنیزو پروژو او مونوګرافونو څخه د معاف کېدو وړ نه دي
  • د یو محصل د مضمونو منل کېدل د هغه له GPA سره مرسته نه کوي
  • پوهنتون د منل شویو مضمونونو لپاره د لګښت غوښتنه نه کوي

له کورنیو پوهنتونونو د محصلینو د تبدیلۍ پروسه

  • له لوړو زده کړو وزارت څخه د تبدیلي فورم ترلاسه کول
  • د پوهنتون تاییدي چې باید برحاله محصل وي
  • له کاردان پوهنتون څخه د تاییدي ترلاسه کول
  • لوړو زده کړو وزارت ته د تبدیلۍ فورم لېږل، دا وزارت د محصلینو د تبدیلۍ فورم ارزوي او د تایید په صورت کې محصل کاردان پوهنتون ته معرفي کېږي
  • د محصلینو کریډیټ د محصلینو چارو د معاونیت له لوري ارزول کېږي او محصلین د کرېډیټونو د شمېر برابروالي پر بنسټ په کاردان پوهنتون کې منل کېږي

له نړیوالو پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ پروسه او د کریډیټونو انتقال

له نړیوالو پوهنتونونو څخه د کریډیټونو انتقال او تبدیلي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له لوري مدیریت کېږي. هغه محصلین، چې له نړیوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د خپلو کریډیټونو د انتقال غوښتونکي دي؛ کولای شي لوړو زده کړو وزارت ته د هغو د انتقال لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي. لوړو زده کړو وزارت د هغوی اسناد ارزوي او د یوه رسمي مکتوب له لارې یې کاردان پوهنتون ته معرفي کوي.

د څوارلسم پاسو د تبدیلۍ او د کریډیټونو د انتقال پروسه

کاردان پوهنتون له نیمه عالي دولتي بنسټونو څخه د محصلینو تبدیلي او د کریډیټونو انتقال مني او محصل په هغه تحصیلي څانګه کې چې زده کړې یې کړي وي، منل کېږي. د څوارلسمو ټولګیو فارغان په کاردان پوهنتون کې د منل کېدو لپاره اړ دي چې لاندې موارد ترسره کړي:

  • باید د ټرانسکرپت نمرې یې ۸۰٪ او یا له هغه ډېرې وي
  • د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تایید شوي دیپلوم او ټرانسکرپت وړاندې کول
  • د کاردان پوهنتون په شمولیت آزموینه کې بریالي کېدل