تعجیل اخیستل او په تحصیلي پروګرامونو کې بیا ګډون

  • که یو محصل په کومه تحصیلي څانګه کې نوم لیکنه وکړي او د درسي ټولګي له پیل دوه اونۍ وروسته خپل ډیپارټمنټ ته له خبر ورکولو پرته درسي ټولګي ته حاضر نشي له ټولګي ایستل کېږي او اړتیا ده، چې بیا نوم لیکنه وکړي. د محصل د کانکور پایلې د یو کال لپاره د اعتبار وړ دي، او که چېرې محصل وغواړي وروسته له یو کال څخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، باید بیا ځلي کانکور آزموینه ورکړي.
  • هغه محصلین چې غواړي تعجیل واخلي باید خپل ډیپارټمنټ ته د تعجیل اخیستلو غوښتنلیک وسپاري. د تعجیل اخیستلو حد اکثر موده د محصل د تحصیلي دورې په ترڅ کې یو کال (دوه یو پر بل پسې سمسټرونه او یا هم یو سمستر ترمنځ) دی. دغه راز، په بېړنیو حالاتو، ناروغۍ او یا هم ځانګړو پېښو له امله له یو کال د ډېر تعجیل اخیستلو لپاره د کاردان پوهنتون د علمي شورا او لوړو زده کړو وزارت تاییدي ته اړتیا ده.
  • هغه محصلین چې درسي مضامین یې ټاکلي وي او خپل ډیپارټمنټ ته له خبر ورکولو پرته یې تعجیل اخیستی وي باید د هغه سمسټر فیس تحویل کړي، چې د تعجیل له غوښتنلیک پرته یې پرمخ نه وي وړی.
  • که چېرې یو محصل د سمسټر په ترڅ کې د سمسټر له بشپړولو پرته تعجیل واخلي د دې سمسټر نتایج او نمرې یې نوي سمسټر ته نه انتقالېږي.
  • هغه محصلین چې له تعجیل اخیستلو وروسته د زده کړو د دوام مینه وال وي او غواړي خپل درسونه بیا پیل کړي؛ باید د سمسټر د پیل په لومړیو دوو اونیو کې د محصلینو د نوم لیکنې دفتر ته مراجعه وکړي. د سمسټر له پیل دوه اونۍ وروسته نوم لیکنه او یا هم پوهنتون ته بیا راتګ امکان له مینځه ځي.