د تلپاتې پراختیا لپاره څېړنې

د کاردان پوهنتون څېړونکي په نه ستړې‌کېدونکي توګه هلې ځلې کوي، چې په څلورو برخو (اقتصادي علوم او مدیریت، ټولنیز او انساني علوم، انجنیري او ټکنالوژي او حقوق) کې د څېړنو له لارې د واقعي نړۍ له ننګونو سره مبارزه وکړي او په یادو برخو کې خپل تلپاتې خدمتونه او اغېزې پرېږدي.