په انګلیسي ژبه کې دیپلوم

په انګلیسي ژبه کې د دیپلوم پروګرام یو کلن دی، چې په څلورو سمسټرونو کې تدریسېږي. ددې پروګرام محتوا ورځنیو اړتیاو ته په پام او له دولتي او خصوصي بنسټونو سره په همغږۍ ترتیب شوې، چې سهار او ماښام د دویم پروان او تایمنیو په دواړو څانګو کې تدریسېږي.

د انګلیسي ژبې ‌ډیپارټمنټ استادان په دومداره توګه د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د خپلو درسي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه ګډون کوي، څو په نړیوالو معیارونو برابر خدمتونه وړاندې کړي.

د کاردان پوهنتون د DEL په پروګرام کې نوم لیکنه په کلني ډول دوام لري او نوي ټولګي د کال د هر فصل په لومړیو کې پیلېږي.