د Advanced English Writing پروګرام

د انګلیسي ژبې دا پروګرام (محصل محور) په تیوري او عملي بڼه مهمې ورځنۍ اکاډمیکې او سوداګریزې لیکنې وړاندې کوي. د دې پروګرام تر پوښښ لاندې موضوعاتو کې د ابتدايي لیکني مفاهیمو له معرفي کولو څخه نیولې تر منځني او پرمختللیو موضوعاتو لکه د راپور لیکل او د پروپوزل لیکلو پېژندنه شاملېږي.


د پروګرام لنډیز:

1. د انګلیسي ژبې له لیکلو سره بلدتیا (اکاډمیک/سوداګریز لیکل)، علامه ایښودنه او لوی توري؛
2. له بنسټیزو مفاهیمو (کلمه، جمله، عبارت او ...) سره بلدتیا؛
3. د پارګراف د ټولو عامو ډولونو په ګډون د پارګرافونو لیکل؛
4. د مقالو د ټولو عامو ډولونو په ګډون د مقالو لیکل؛
5. د لیک د ټولو عامو ډولونو په ګډون د لیک لیکل؛
6. په سوداګریزو برېښنالیکونو کې د عامو یا رایجو جملو په ګډون د برېښنالیک لیکل؛
7. د یادښتونو لیکل؛
8. د راپور د ټولو عامو ډولونو په ګډون د راپور لیکل؛
9. د پروپوزل د ټولو عامو ډولونو په ګډون د پروپوزل له لیکلو سره بلدتیا؛
10. د نقل قول لیکل، د نقل قول مېتودونه او له ادبي غلا څخه ډډه کول؛
11. او د ارتباطاتو د اغېزناکو لیکنو له عمومي لارښوونو او تخنیکونو سره بلدتیا.