د ډیموکراسۍ په دولسم کنفرانس کې د کاردان پوهنتون د یو تن محصل ګډون

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو څانګې محصل سمېع الله زرګرزاده، د ډیموکراسۍ په دولسم کنفرانس کې، چې د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړ شوی و، ګډون وکړ.

ښاغلي زرګرزاده په اندونیزیا کې د افغانستان له سفیر ښاغلي فیض الله ذکي سره یو ځای د افغانستان په استازیتوب په یاد کنفرانس کې برخه اخیستې وه.

اندونیزیا د ډیموکراسۍ پلوی هېواد دی او په کلني ډول د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د ډیموکراسۍ د ودې او پیاوړتیا په موخه تر همدې نامه لاندې کنفرانسونه جوړوي.

د ډیموکراسۍ سږنی کنفرانس د نړۍ د ۷۲ هېوادونو د سفیرانو او ۱۶۰ تنو محصلینو په ګډون، چې د نړۍ له بېلابېلو پوهنتونونو څخه وو، د یاد هېواد په بالي ښار کې جوړ شوی و.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن مارسودي رینتو، کنفرانس ته په خپله وینا کې د ډیموکراسۍ او د هغې په وده او پراختیا کې د مېرمنو د ونډې څرنګوالي په اړه وویل، ډیموکراسي ته کولای شو د ورکشاپونو، سیمینارونو او د تبلیغاتو د نویو لارو چارو پر مټ پراختیا ورکړو.

هغې زیاته کړه، مېرمنې د ډیموکراسۍ د بنسټیز کېدو په برخه کې مهمه ونډه لوبولای شي، چې هغوی ته نه باید د قربانیانو په سترګه وکتل شي، بلکې کولای شي د ډیموکراسۍ د اتلانو په توګه ظاهرې شي.

دا کنفرانس چې د روان ۲۰۱۹ کال د ډیسمبر په پنځمه او شپږمه نېټه جوړ شوی و، د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېد.