کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر ممتاز محصلین وستایل

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ پسرلني سمسټر د ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه د روان کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د دې پوهنتون د پروان‌دو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې د نارینه او ښځینه‌وو له‌پاره په جلا توګه ستاینغونډې جوړې کړې.

د ستاینې او قدرداني دا پروګرام د ۱۹ تنو هغو نارینه او ښځینه محصلینو له‌پاره جوړ شوی و، چې د ۱۴۰۱ په پسرلني سمسټر کې تر نورو لوړې نمرې اخیستې وې.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم په دې ځانګړې ناسته کې وویل: «زه ستاسو د هر یوه په وړتیا او استعداد ویاړم او خوښ یم چې نن د دې پوهنتون د ممتازو محصلینو په مینځ کې یم او د هغوی د علمي لاسته‌راوړنو چې په یوه تحصیلي دوره کې ترلاسه کړي؛ ستاینه کوم. زه باوري یم، چې تاسو نه یوازې د ځان بلکې د هېواد له‌پاره هم د بدلون نسل یاست او په ښکاره ویلی شم چې ستاسو هلې‌ځلې او وړتیاوې د ستاینې او قدرداني وړ دي.»

ښاغلي حاتم زیاته کړه: «کاردان پوهنتون د هېواد د یو مخ‌کښ تحصیلي بنسټ په توګه په مختلفو شراېطو کې هڅه کړې چې د ځوانانو پرمخ د علم او پوهې دروازې پرانېستې وساتي او هغوی ته انګېزه ورکړي.»

د حقوقو څانګې یو تن محصلې بشرا حسن‌زاده وویل: «له خدای تعالی څخه مننه کوم او ویاړم چې خپل کوښښونه او د استادانو ګټورې لارښوونې د دې سبب شوې چې زه د درېیم ځل له‌پاره د ممتاز محصل اوارډ ګټم»

نوموړې زیاته کړه، له شک پرته، چې کاردان پوهنتون یوازنی بنسټ دی چې له موږ سره خپلو موخو ته په رسېدو کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول د ممتازو محصلینو د ستاینې له لارې موږ ته انګېزه راکوي او دا را ښيي چې څنګه خپلې هیلې په واقعیت باندې بدلې او خپلو لوړو موخو ته ورسېږو.

کاردان پوهنتون د هر سمسټر په پای کې د د بېلابېلو تحصیلي څانګو د غوره محصلینو د ستاینې، هڅونې او له هغوی سره د مالي مرستو په موخه د غوره محصلینو ستاینغونډه جوړوي. دا د محصلینو د علمي لاسته راوړنو د ستایلو او د افغانستان په تر ټولو معتبر پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو د دوام په موخه د هغوی د هڅولو یوه غوره لاره ده.

کاردان پوهنتون د یاد پروګرام د جوړولو له لارې تل په دې لټه کې دی، چې د محصلینو د علمي لاسته‌راوړنو او د هغوی د هلو ځلو ستاینه او قدردانی وکړي.