د ژورنالېزم سټډیو د اړیکو ټیم لومړۍ ناسته جوړه شوه

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ د «ژورنالېزم سټډیو د اړیکو ټیم» لومړۍ ناسته د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۱۳مه نېټه، د دې ډیپارټمنټ په روزنیزو سټډیوګانو کې جوړه کړه.



د یادې څانګې استاد او د سټډیو مسوول نورالله بابکرخېل وايي، چې د دې ناستې له جوړېدو څخه یې موخه عملي کارونو ته د محصلینو چمتووالی، د روزنیزو سیمینارونو جوړول، د ویندويي هنر، د پروګرامونو پرمخ وړل، د ټولنیزو پروګرامونو جوړول، د لیدني، اورېدني او چاپي راپورونو جوړول، د پوهنتون د رسنیزو پروګرامونو پوښښ او د عکاسۍ او لیکوالۍ سیالیو جوړول دي.



د دې څانګې د درېیم سمسټر محصل سید محمد سهرابي وايي: «ژورنالېزم هغه مسلک دی، چې په تخصصي ډول زده کړه یې د عملي کارونو له ترسره کولو پرته ناممکنه ده. موږ هغه څه چې په ټولګیو کې په تیوریکي ډول لولو په سټډیو کې په عملي بڼه ترسره کوو. زه د کاردان سټډیو د غړي په توګه د دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور بولم.»



د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ، د کاردان پوهنتون د سټراتیژۍ پر بنسټ او له نوي او مډرن نصاب څخه په ګټه اخیستو په اطلاع رسونې، عامه پوهاوي، ټولیزو زده کړو او نورو اړوندو برخو کې متخصص او مسلکي کادرونه روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.



دا ډیپارټمنټ ژمن دی، چې محصلین د ژورنالېزم له پرمختللیو او بنسټیزو ژانرونو او معیارونو سره بلد کړي او ترڅنګ یې د لیکوالۍ مینه، انتقادي فکر او د ټولنې له بېلابېلو اړخونو سره د اړیکو وړتیا او مهارتونه پکې وروزي.



زموږ د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ په اړه: https://bit.ly/3S1UvPV