دا پروګرام پر نړیوالو سټنډرډونو برابر دی، چې موخه یې په انګلیسي ژبه د محصلینو روانې خبرې کول او د یوه خپلواک ویناوال په توګه د هغوی د خبرو کولو ژبې پیاوړتیا ده.
دا پروګرام د فردي او ډلهییزو فعالیتونو په ترسره کولو سره د سم تلفظ کولو، خبرې کولو او دغهراز په شفاهي بڼه د ویناوو د وړاندې کولو له لارې تر ډېره د درک وړ خبرو کولو پر مهارتونو ټینګار لري.
دا پروګرام په ځانګړي ډول د B1 (منځني) او C1 (پرمختللي) محصلینو لهپاره طرحه شوی دی.
د پروګرام لنډیز:
د انګلیسي ژبې په دې پروګرام کې د فعالیتونو پراخه لړۍ شامله ده، چې ډلهییز بحثونه، د انځور توضیحات، د لهجې روزنه، ورځني عبارتونه، پرزنټېشنونه، لوبې او ورته نور موارد په بر کې نیسي.