د نړۍوالو حقوقو ماسټري (LL.M - IL)، یو بشپړ تحصیلي پروګرام دی چې د حقوقو پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوی ده. دغه رشته د قوانینو، مقرراتو، اصولو او حقوقي معیارونو د یوې ټولګې پر مطالعې تمرکز لري، چې د نړۍوالې ټولنې د غړو ترمنځ اړیکې تنظیموي. یاد پروګرام، د نړۍوالو حقوقو موضوعات؛ د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي، سولې او نړۍوال امنیت په برخو کې تنظیموي. د دې رشته اړتیا او جذابیت د نړۍوالې ټولنې د نویو بدلونو له امله زیات شوی، چې له دې لارې یې مینهوال کولای شي د ټولنیزو رسنیو لکه مطبوعات، راډیو، ټلویزیون او انټرنټ له لارې پراخو معلوماتو ته لاسرسی ومومي. دغه پروګرام، محصلینو ته دا زمینه برابروي چې د نړۍوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو او د هغې اړوند تخصصي ادارو په اړه خپل پوهه ترلاسه او زیاته کړي، او همدارنګه د هېوادونو ترمنځ د تړونونو، توافقنامو او هوکړهلیکونو د تنظیم پروسې پهاړه پوهه ترلاسه کړي. دغهراز، یاد پروګرام کې، د نړۍوالو بنسټونو د جوړېدو، د سولې او امنیت، د هستهیي انرژۍ، کورنیو او نړۍوالو شخړو او د نړۍوالو حقوقو پورې اړوند نورو موضوعاتو باندې بحثونه شامل دي.