د پروګرام لنډیز

د سوداګریزو حقوقو ماسټري (LL.M - CL)، یو بشپړ تحصیلي پروګرام دی چې د حقوقو پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوی ده. دا رشته د هغو قوانینو، مقرراتو، اصولو او حقوقي معیارونو مطالعې ته ځانګړې شوې ده چې د افرادو، شرکتونو او سوداګریزو مؤسسو ترمنځ ملي او نړۍوالې سوداګریزې اړیکې او معاملې تنظیموي. دې رشتې اړتیا او جذابیت د سوداګرۍ د چټک او پراخ پرمختګ له امله ورځ تر بلې زیاتېږي. له همدې امله، له دې برخې سره لېوالتیا د پخوا په پرتله ډېره شوې او د سوداګرۍ د پرمختګ له بهیر سره همغږې روانه ده.