پوښتنه: آیا ټول محصلین کولای شي د فراغت جشن کې ګډون وکړي؟
هیله ده
"د فراغت شرایط"وګورئ.
پوښتنه: چیرته نوم لیکنه وکړو؟
ځواب: د ماسټري دورې فارغان باید په پروان دو کې د ماسټري څانګې ته مراجعه وکړي او د پروګرامونو له کارکوونکي نجیب الله احمدي سره وګوري. د لیسانس پروګرامونو فارغان باید تایمني څانګې ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي او له میلاد حقیقت سره وګوري.
پوښتنه: آیا د ګډون لپاره فیس په پام کې نیول شوی؟
ځواب: هو! د نوم لیکنې فیس ۱۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.
پوښتنه: کولای شو خپل خپلوان او ملګري دې پروګرام ته را وبلو؟
ځواب: په دې اړه کره مالومات به له پروګرام یوه اونۍ وړاندې له تاسو سره شریک شي.
پوښتنه: فراغت غونډه کې باید څه ډول جامې واغوندو؟
ځواب: هر فارغ التحصیل باید له رسمي جامو په ځانګړي ډول له تورو یا آبي جامو سره راشي.
پوښتنه: څنګه کولای شو خپل د فراغت جامې ترلاسه کړو؟
ځواب: له پروګرام څو ورځې وړاندې له فارغانو سره اړیکه نیول کېږي او د فراغت جامې او پېژند کارت ورته وېشل کېږي.
پوښتنه: آیا د فراغت جامو لپاره هم باید پیسې ورکړو؟
ځواب: له فارغانو اضافي پیسې نه اخیستل کېږي. د نوم لیکنې فیس کې جامې هم شاملېږي.
پوښتنه: کولای شو له ځان سره شخصي کامرې راوړو؟
ځواب: د کمرو د راوړلو په اړه به د فراغت په ورځ فارغانو ته آزمایښتي یادونه وشي. فارغان او کورنۍ یې حق نلري، چې د فراغت غونډې ته شخصي کامرې راوړي، په بدل کې د کاردان پوهنتون د ټول پروګرام د تصویر اخیستلو مسوولیت پر غاړه لري او د دوه اونیو په ترڅ کې به ټولو فارغانو ته خپل عکسونه ولېږل شي.
پوښتنه: چاته د سرو زرو مډال ورکول کېږي؟
ځواب: د سرو زرو د مډال لپاره لاندې شراېط په پام کې نیول شوي:
- د ۴ CGPA درلودل
- د هرې دورې لپاره به یو مډال ورکړل شي
- هغه مهال چې دوه تنه فارغان ورته CGPA ولري، هغه فارغ ته به د سرو زرو مډال ورکړل شي، چې ډېرې نمرې ولري
- هغه فارغان چې په معذرتي آزموینه کې ګډون کړی وي، له بلې دورې یو ځای شوي وي او یا له بل پوهنتون څخه کاردان ته راغلي وي؛ د سرو زرو مډال پر شرایطو برابر نه دي