د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۱ لمریز کال د غبرګولي په ۲۸مه، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځ ونمانځله. دا غونډه د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې د پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د ډیپارټمنټونو د آمرینو، محصلینو او ځانګړو مېلمنو په ګډون جوړه شوې وه.

پروګرام د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، وروسته د حقوقو ډیپارټمنټ استاد عبدالله فضلیار د چاپېریال ساتنې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې، زیاته یې کړه: «چاپېریال ساتنه د بېلابېلو انساني فعالیتونو پاملرنې ته اړ ده.»
د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهداف چې په دې پروګرام کې يې په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې، د هغو نړیوالو اهدافو په توګه پېژندل کېږي، چې له ټولنیزې، اقتصادي او چاپېریالي تلپاتې پراختیا سره برابر دي.

د ناستې پر دوام، د کابل پوهنتون استاد مجیب الرحمن احمدزي د دې پروګرام له جوړېدو څخه د مننې ترڅنګ، د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او د تلپاتې پراختیایي اهدافو په اړه یې څرګنده کړه: «SDG د نړۍ د چاپېریال ساتلو قانون دی او له دې ورځې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځنه کېږي.»

بل خوا د چاپېریال ساتنې ریاست حقوقي سلاکار د خپلو خبرو په لړ کې یادونه وکړه، چې په لومړي ځل په نړیواله کچه د سالم چاپېریال د حق درلودلو موضوع د یوه بشري حق په توګه د استکهلم د ۱۹۷۲ کال په بیانیه کې مطرح شوې ده. دا بیانیه د چاپېریال او بشر حقوقو اړیکې د انسان او چاپېریال د لیدلورو پر بنسټ تر بحث لاندې نیسي.

پروګرام د اوبو د ارزښت، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټیټوالي، د چاپېریال ساتنې د لارو چارو، له طبیعي سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې، د هوا ککړتیا د خطرناکو پایلو او په یاده برخه کې د کاردان پوهنتون د فعالیتونو د لنډ راپور په وړاندې کولو سره دوام وموند.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکتر احمد خالد حاتم یادې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: «موږ ویاړو، چې په افغانستان کې د لومړني تحصیلي بنسټ په توګه له تلپاتې پراختیايي اهدافو څخه د ملاتړ په موخه د ټایمز لوړو زده کړو بنسټ له لوري د نړۍ د اغېز لرونکو پوهنتونونو په درجه بندۍ کې شامل شوي یو او دې پوهنتون تل د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپلې هلې ځلې کړې دي.»

یاد پروګرام د چاپېریال ساتنې د څرنګوالي په تړاو د کاردان پوهنتون د دوو تنو محصلینو په وینا پای ته ورسېد.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو سره د خپلو محصلینو علمي او مسلکي ودې ته زمینه برابره کړي.