کاردان پوهنتون د فارغانو ځانګړې غونډه جوړه کړه- ۲۰۲۵

کاردان پوهنتون ویاړي چې، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشتې پر ۲۲ نېټه یې د خپلو فارغانو د ځانګړې غونډې کوربه توب وکړ. دغه غونډه د فارغانو له‌پاره د خپلو استادانو او ټولګیوالو سره د بیا لیدو په موخه، د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د پوهنتون مشرتابه، د ډیپارټمنټونو امرانو، استادانو او فارغانو ګډون وکړ.

پروګرام، د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت او ګډونوالو ته د حقوقو پوهنځي د فارغ‌التحصیل او د کاردان پوهنتون د اړیکو د دفتر کارمند سید عنایت الله سهرابي د ښه راغلاست په وینا پیل شو. ورپسې، د کاردان پوهنتون محترم رییس ډاکټر احمد خالد حاتم د پوهنتون د مهمو لاسته راوړنو او د دې پوهنتون د باکیفیته تحصیلي خدماتو د لا ښه والي له‌پاره د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په‌اړه خبرې وکړې. دغه راز، هغه د راتلونکو تحصیلي پروګرامونو اړوند هم معلومات ورکړل، چې له جملې یې؛ د حقوقو، انجینري او کمپیوټر ساینس په برخو کې د څلورو نویو ماسټرۍ پروګرامونو معرفي کول او د مدیریت په برخه کې د ډوکټورا شامل وو.

بیا، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي محمد ایاز عظیمي د اکاډمیک اسنادو د ورکولو او تاییدولو د پروسې په اړه خبرې وکړې او هغه لارې یې تشریح کړې چې زده کونکي کولی شي د محصلینو چارو مرستیال دفتر او کاردان پوهنتون سره اړیکه ونیسي.

د پروګرام په لړ کې، د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال محمد ایاز عظیمي، د تحصیلي اسنادو د ورکړې او تایید پروسې اړوند معلومات وړاندې کړل او فارغ‌التحصیل محصلینو ته یې د محصلینو چارو معاونیت دفتر او پوهنتون سره د اړیکو نیولو مختلفې لارې چارې وښودلې.

فارغ‌التحصیلانو هم د خپلو تحصیلي تجربو د شریکولو او دا چې څنګه کاردان پوهنتون د دوی په علمي پراختیا او مسلکي وده کې مرسته کړې، خبرې وکړې. محترم سید سلیم سادات، چې د دې پوهنتون په تجارت اداره کې د ماسټرۍ (MBA) پروګرام فارغ‌التحصیل دی او دا مهال په (Save the Children) نړۍوال بنسټ کې د بشري منابعو د ریاست عمومي رییس په توګه دنده ترسره کوي، وویل: زه ویاړم چې خپله لیسانس او ماسټري دوره مې په کاردان پوهنتون کې بشپړ کړي دي. هغه همدارنګه زیاته کړه؛ لکه څنګه چې زما لوړې زده کړې د افغانستان په ترټولو مخکښ پوهنتون کې پرمخ ولاړې، همدارنګه دې زده کړو زما په مسلکي او کاري ژوند ډېر مثبت اغېز غورځولی دی.


د محصلینو د بریا مرکز مسوول احمد سیر رشید، د فارغ‌التحصیلانو له‌پاره د شته خدماتو اړوند خبرې وکړې او په تیرو دوو کلونو کې یې د یاد مرکز د لاسته راوړنو یادونه وکړه.

د دې غونډې یو له مهمو ټکو څخه د فارغانو له خپلو هم‌دورې محصلینو، ټولګیوالو او د پوهنتون له علمي غړو سره لیده کاته وو. دغه مناسب چاپېریال، د بحث او نظریاتو د تبادلې له‌پاره یو ښه فرصت برابر کړ او ډیری ګډونوالو له اوږدې مودې وروسته له دې ترلاسه کړي فرصت څخه د اړیکو د پیاوړتیا په پار ګټه واخیسته او د کاردان پوهنتون له دغه نېک ګام څخه یې مننه وکړه.

په عمومي توګه، دې پرتمینې غونډې له فارغ‌التحصیلانو څخه د کاردان پوهنتون د ملاتړ ژمنه او له هغوی سره د نه بېلېدونکو اړیکو رامنځته کولو څرګندونه وکړه او پروګرام د محترم خواجه جمشید صدیقي، د دې پوهنتون د علمي معاون په خبرو پایته ورسېد.
کاردان پوهنتون، د افغانستان مخکښ پوهنتون په توګه هڅه کوي چې د دغه ډول پروګرامونو له لارې له خپلو فارغ‌التحصیلانو سره د اړیکو جوړولو او پیاوړتیا فرصتونه برابر کړي او د دې پوهنتون په پراختیا کې د هغوی له ونډې ګټه واخلي.