د لوړو زده کړو د حقوقي چوکاټ ارزونې ملي کنفرانس ترسره شوه

کاردان پوهنتون نن چهارشنبه (۲۰ سلواغه ۱۴۰۰) د لوړو زده کړو د پراختیا دویم کلنی کنفرانس چې د لوړو زده کړو د حقوقي چوکاټ پر ارزونې یې تمرکز درلود ترسره کړ. دا کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او د کاردان پوهنتون د مشرتابه پلاويو، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د لوړو پوړو چارواکو، څېړونکو، استادانو، د دې پوهنتون د فارغانو او محصلینو په ګډون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و.

غونډه د قاري ضیاءالرحمن شیرزاد له لوري د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د رئیس خواجه جمشید صدیقي له لوري د کنفرانس د آجنډا او موخو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

ښاغلي صدیقي د دې کنفرانس بنسټیزه موخه د لوړو زده کړو اړوند تقنیني اسنادو حقوقي او انتقادي ارزونه یاده کړه، چې د کاردان پوهنتون د څېړونکو او استادانو له لوري یې په تړاو بېلابېلې څېړنيزې مقالې ترتیب شوې دي. د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په ګډون د یادې موضوع اړوند ګردی مېز ترسره کول، د کاردان پوهنتون ترچتر لاندې د افغانستان د پالیسۍ او ډیالوګ مرکز پرانېستل او د څېړونکو له لوري د مقالو د لنډیزونو وړاندې کول د یاد کنفرانس د آجنډا نورې مهمې برخې وې.

د کاردان پوهنتون رئیس ډاکتر احمد خالد حاتم په خپله افتتاحیه وینا کې د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: «کاردان پوهنتون د خپل فعالیت له پیل څخه خپل رسالت ته چې انګېزه او مثبت انرژي ورکول او په ټولنه کې د علم او پوهې خپرول دي، متوجه دی او همدې رسالت ته په پام مو دا مهم او ملي کنفرانس جوړ کړ.»

ښاغلي حاتم زیاته کړه، موږ د لوړو زده کړو د تقنیني اسنادو د تعدیل او ارزونې غږ لا پخوا اوچت کړی و او د داسې یو پوهنتون په توګه چې د مهمو نړیوالو بنسټونو غړیتوب لرو، د یادو قوانینو او مقررو تعدیل او بیاکتنې ته جدي اړتیا لرو.

نوموړي وویل: «کاردان پوهنتون د لوړو زده کړو د پراختیا مرکز لري، چې تېر کال یې د کانکو آزموینې د اصلاحاتو په تړاو لومړنی کنفرانس ترسره کړ او زموږ د څېړونکو له لوري پکې د تخصصي کانکو آزموینې طرحه وړاندې شوه. سږنی کنفرانس د لوړو زده کړو د حقوقي چوکاټ ارزونه او د افغانستان د پالیسي او ډیالوګ مرکز پرانېستل دي.»

د کاردان پوهنتون رئیس د خپلو خبرو پر دوام پوهنتونونه په ټولنه کې د بدلون استازي وګڼل، زیاته یې کړه: «موږ د بدلون استازو په توګه کولای شو، چې په ټولنه کې مثبت کارونه ترسره کړو. کاردان پوهنتون هم د خپل لرلید له مخې داسې پلانونه لري، چې له عملي کېدو سره به یې هغه فرصتونه چې محصلین یې په نورو هېوادونو کې لټوي دلته برابر او په دې توګه به له هېواده د مغزو د فرار مخه ونیول شي.»

نوموړي د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې د نویو پروګرامونو رامنځته کول او د کاردان پوهنتون له لوري د مېرمنو لپاره د یوه ځانګړي پوهنتون جوړېدل د دې پلانونو له ډلې مهم هغه یاد کړل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخوا د خپلې وینا په ترڅ کې د دې ملي کنفرانس د جوړېدو له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه او د لوړو زده کړو له اړوندو نورو بنسټونو څخه یې هم وغوښتل چې دې ته ورته علمي بحثونو جوړېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي خیرخواه زیاته کړه: «دا ډول پروګرامونه او علمي بحثونه لوړې زده کړې معیاري کوي او سم لوري ته د لوړو زده کړو بنسټونه لارښوونه کوي. موږ ژمن یو، چې د لوړو زده کړو بهیر خپل طبیعي حالت ته راوګرځوو او له هغه وروسته پر پرمختګونو باندې بحث وکړو.»

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین څرګنده کړه، چې موږ د لوړو زده کړو په برخه کې د بدلونونو راوړلو ته ټینګ عزم لرو او تمه ده، چې د دې بدلونونو په پایله کې به د ټولنې بېلابېل اړخونه رضایت ترلاسه کړي.

ښاغلي خیرخوا ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو په را روان پلان کې یې د خصوصي سکټور لپاره ډېر څه په پام کې نیولي او ټینګار یې وکړ، چې د لوړو زده کړو بهیر باید په خصوصي او دولتي بنسټونو کې په متوازن ډول پرمخ ولاړ شي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخوا، د یاد وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو برخې د رئیس شاکرالله واحدي او د کاردان پوهنتون د رئیس ډاکتر احمد خالد حاتم په ګډون د لوړو زده کړو د قوانینو او مقرراتو د تعدیل او ارزونې په تړاو ګردی مېز ترسره شو. په دې ګردي مېز کې د ګډونوالو له لوري د یادو تقنیني اسنادو د تعدیل او بیاکتنې پر اړتیا بحث وشو او مشخصې حل لارې وړاندې شوې.

د پروګرام پر دوام د کاردان پوهنتون تر چتر لاندې د افغانستان د پالیسۍ او ډیالوګ مرکز (APDF) رسمي پرانېستنه هم وشوه. ښاغلي حاتم څرګنده کړه، چې د کاردان پوهنتون تر چتر لاندې د افغانستان د ډیالوګ او پالیسي مرکز پرانېستل یو مهم ګام دی او تمه لرو، چې دا مرکز په راتلونکي کې پر یوه داسې مرکز بدل شي، چې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او نورو اړوندو برخو کې د یوه بې طرفه بنسټ په توګه بحث او د علمي څېړنو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ښاغلي ذاکر جلالي د یاد مرکز د اهمیت په تړاو د کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا واوروله. ښاغلي جلالي وویل: «موږ یو ښه فرصت لرو، چې د آزادۍ له دې نعمت څخه د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره په خپله تصمیم ونیسو. د علم او فکر د تولید لپاره د دا ډول مرکزونو رامنځته کېدل خورا ګټور دي او موږ هیله لرو، چې د افغانستان د بهرني سیاست په تدوین کې دا مرکز د بهرنیو چارو له وزارت سره اړینه همکاري وکړي.»

د کنفرانس پر دوام د لوړو زده کړو د تقنیني اسنادو تعدیل او بیاکتنې په برخه کې د کاردان پوهنتون د رئیس ډاکتر احمد خالد حاتم په ګډون د دې پوهنتون ۷ تنو استادانو د خپلو څېړنیزو مقالو لنډیزونه د کنفرانس له ګډونوالو سره شریک کړل. یاد کنفرانس د مقالو لیکوالانو ته د ستاینلیکونو له وېش او دعائیې سره پای ته ورسېد.