کاردان پوهنتون د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال موجودې ننګونې پر فرصتونو بدلې او په آنلاین ډول یې د وروستۍ مالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ آنلاین ټولګي پیل او د ۱۳۹۹ کال پسرلنی سمسټر یې په آنلاین ډول ترسره کړ. اوس چې د کرونا ویروس څپه کمزورې شوې، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت روغتیايي سپارښتنو ته په پام د حضوري ټولګیو د پیل اجازه ورکړې. کاردان پوهنتون هم ټولې روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې نیولي او حضوري ټولګي یې پیل کړي دي.