کور / د ماسټرۍ پروګرامونه / په اداره او تجارت کې ماسټري

په اداره او تجارت کې ماسټري

کاردان پوهنتون یو نړیوال پېژندل شوی تحصیلي بنسټ دی، چې د علمي لوړوالي پر اساس یې په کور دننه او بهر ټول پېژني. موږ د تجارت برخې پیاوړي متخصصین، کارپوهان او استادان را ټول کړي او د هغوی پرمټ هڅه کوو، چې خپلو محصلینو ته یو غوره تحصیلي چاپېریال برابر کړو. کاردان پوهنتون د هغو کسانو لپاره ډاډمن تحصیلي ځای دی، چې غواړي سوداګري، نړیوالې چارې او عامه اړیکې زده کړي. په اداره او تجارت کې د ماسټرۍ پروګرام صنفي فعالیتونه، علمي څېړنې، عملي کارونه او منظمې ضنفي لارښوونې لري، چې په هر پړاو کې له محصل سره متقابله مرسته او همکاري کېږي.


اکاډمیک جوړښت

د ادارې او تجارت ماسټري پروګرام د هغو محصلینو لپاره چې له همدې څانګې فارغ وي؛ دوه کاله او د رشتې خلاف محصلینو لپاره دوه نیم کاله په پام کې نیول شوی دی. ددې پروګرام تدریس پر انګلیسي ژبه دی او د کریډیټ سیستم پر بنسټ ولاړ دی. محصلین کولای شي له خپلې خوښې او مالي قدرت سره سم مضامین وټاکي. کریډیټ یو نړیوال منل شوی درسي سیستم دی، چې له محصلینو سره د علمي او عملي وړتیاو په لوړولو کې مرسته کوي او دغه راز هغوی ته د تحصیلي دورې د وخت مدیریت او د لاښه پرمختګ واقعي فرصتونه برابروي.



د ورته تحصیلي څانګې محصلین باید د دوه کلنې تحصیلي دورې په ترڅ کې ټولټال ۴۲ کریډیټونه پوره کړي.


د مضمونونو ډلبندي د کریډیټونو شمېر
اساسی ۲۴ کریډیټ
تخصصی (اختیاری) ۱۲ کریډیټ
تیزس ۶ کریډیټ

د رشتې خلاف محصلین باید د دونیم کلنې دورې تر پایه ۶۰ کریډیټونه پوره کړي.


د مضمونونو ډلبندي د کریډیټونو شمېر
پیش نیاز درسونه ۱۸ کریډیټ
اساسی ۲۴ کریډیټ
تخصصی (اختیاری) ۱۲ کریډیټ
تیزس ۶ کریډیټ

د فیس جوړښت

تحصیلي لګښت هم د کریډیټونو پر بنسټ دی، کوم چې د یوه سمسټر په ترڅ کې یې زده کوئ. د ورته څانګې محصلین باید د دوه کلونو په موده کې ۴۲ کریډیټونه او د رشتې خلاف محصلین باید په دوه نیمو کلونو کې ۶۰ کریډیټونه پوره کړي. دغه راز هغه محصلین، چې په یو ځل د خپل تحصیلي لګښت د ورکړې توان نلري کولای شي په شپږ میاشتنیو قسطونو کې خپل لګښت ورکړي. کاردان پوهنتون په ۱۳۹۸ کال کې د نویو شاملېدونکو محصلینو لپاره بورسیې او مالي کمکونه هم په پام کې نیولي دي. دغه بورسیې د اړمنو، ممتازو او هغو محصلینو لپاره دي، چې په یو ځل د خپل تحصیلي لګښت د ورکړې توان نلري او له هغوی سره مرسته کوي، چې په دې پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.



د رشتې خلاف محصلینو لپاره د فیس چوکاټ


د داخلې فیس
فیس د سمسټرونو شمېر مجموعه
3000 5 15000
د پروګرام فیس
د هر کریدیت فیس د کریډیټونو شمېر مجموعه
10,000 60 600,000
میاشتنی اوسط فیس
20,000

د ورته تحصیلي څانګې لپاره د فیس چوکاټ


د داخلې فیس
فیس د سمسټرونو شمېر مجموعه
3000 4 12000
د پروګرام فیس
د هر کریدیت فیس د کریډیټونو شمېر مجموعه
11,000 42 462,000
میاشتنی اوسط فیس
19250

خبرونه


د اقتصاد او ټولنیزو علومو د علمي ژورنالونو نوې ګڼې خپرې شوې

د کاردان پوهنتون د اقتصاد او مدیریتي علومو د دویم ټوک لومړۍ او دویمه ګڼه او د ټولنیزو او انساني علومو د دویم ټوک لومړۍ ګڼې چاپ او د یو لړ ځانګړو مراسم...

کاردان پوهنتون د اقتصادي ارزونو مشورتي بورډ غړیتوب ترلاسه کړ

د کاردان پوهنتون او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد وزارت ترمنځ د دوه اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ، دې پوهنتون د اقتصاد وزارت د اقتصادي ارزونو د مش...

د اسلامي بانکوالۍ په تړاو روزنیز سیمینار جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اسلامي بانکوالۍ او مالي چارو په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ. په دې سیمینار کې د یاد پوهنځي د ادارې او تجارت ...