د انجنیري پوهنځی

د پوهنځی د رییس پیغام

محترمو مراجعینو!

د یو ښه انجنیر جوړېدو لپاره کاردان پوهنتون په افغانستان کې تر ټولو غوره ځای دی. د انجنیري کلمه د لاتیني ژبې څخه اخېستل شوې چې Ingenium د «ځیرکتیا» او ingeniare د «جوړولواو طرحه کولو» په معنی دی- د انجنیري قاموس ته کتنه وکړئ.

هغه څوک چې په تخنیکي څانګو کې کار کوي، تخنیکي او ساینسي علم په کار اچوي، او د طبیعت د قوانینو او طبیعي او بشري سرچینو څخه په ګټې اخېستنې سره داسې مواد، ساختمانونه، ماشینونه، اسانتیاوې، سېسټمونه او پروسې رامنځته کوي چې د اقتصاد، ټولنې او محیط په پام کې نیولو سره د خوندیتوب او فعالیت معیارونه پوره کړي، انجنیر بلل کیږي، چې معمولاً ددغه کارونو د ترسره کولو لپاره د وړتیا ثبوت او سند ته اړتیا لري، لکه د انجنیرۍ ډپلوم. انجنیران د طراحۍ، تولید، ازمایښت او د ګټورو شیانو او پروسو د کارولو په برخو کې د ریاضياتو، ساینس، ټکنالوجۍ او عملي تجربو څخه د ګټې اخېستنې لپاره د تخیل، اټکل او استدلال څخه کار اخلي. انجنیري خورا زیات تخصصونه لري چې د یو ځانګړي محصول د پراختیا او یا د یوې ځانګړې ټکنالوجۍ د کارونې اړونده ستونزو سره سر و کار لري.

د کاردان پوهنتون انجنیري پوهنځی خپلو محصلینو ته داسې روزنه ورکوي چې د پېچلو او ټولنیز پلوه-جدي ستونزو د حل په موخه د هر اړخیزو لارو چارو په پراختیا او کارولو کې مخکښ و اوسي. یاد پوهنځی تل په انجنیرۍ کې غوره والي ته ژمن دی.

په راتلونکیو څو سمسټرونو کې به د انجنیري پوهنځی لا پراخ شي او د محصلینو د شمېر په برخه کې به وده ومومي. دغه پراختیا به موږ ته اجازه راکړي تر څو د افغانستان خلکو ته په ښه ډول د خدمت سبب وګرځو او وکولی شو هغه با استعداده مراجعین چې په کاردان پوهنتون کې د سېول انجنیري پروګرام ته لېوالتیا لري ځای پر ځای کړو.

زه هڅېدلی یم چې محصلینو ته د خدمت کولو کلتور رامنځته کړم، ترڅو وکولی شو د نړۍ په کچه-د انجنیرانو راتلونکي نسل ته وده ورکړو. ویاړم چې د داسې یوه ټیم برخه یم چې نه یواځې د یو شي د رامنځته کولو بلکې د غوره او ښه کولو په لټه کې هم دي. له همدې امله د کاردان پوهنتون د انجنیري پوهنځي راتلونکي ته خوښ یم.

زه له خپلو محصلینو، استادانو، فارغینو او دوستانو سره کار کولو ته سترګې په لار او چمتو یم، تر څو زموږ پوهنځی لا هم غوره او لوړ شي. تاسې ته په خورا درنښت بلنه درکوم تر څو زموږ د بدلون راوړونکي پروګرام او د کاردان پوهنتون د انجنیري پوهنځي د نورو فرصتونو په اړه په پوره توګه خبر شئ. هیله مند یم چې پدې سفر کې له موږ سره یوځای شئ.

عبدالتوفیق فویا
د انجنیري پوهنځی رییس