د اقتصاد پوهنځي

د پوهنځی د رییس پیغام

موږ ویاړو چې متحولې تحصیلي تجربې وړاندې کوو، هغه تجربې چې زموږ محصلین په ګړندي ډول د بریا نړۍوال لیدلوري ته چمتو کوي. علمي غوره‌ والي، نوښت او هراړخیز پرمختګ ته ژمنتیا موږ له نورو څخه متمایز کړي یو؛ چې زموږ فارغ‌التحصیلانو ته په ټولنه او اقتصاد کې د ارزښتناکه مرستو وړتیا ورکوي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اعتبار او غړیتوب په برخه کې د پام وړ مراحل بشپړ کړي، او ټینګار کوو چې زموږ ژمنه د کیفیت او علمي دقت لوړمعیارونه بشپړول دي. موږ د «تجارت ادارې تحصیلي پروګرامونو ته د اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) » او د « تجارت ادارې تحصیلي پروګرامونو ته د اعتبار ورکولو نړۍوالې شورا (IACBE)» اعتبار ترلاسه کړی دی، چې د اکاډمیکو برنامو غوره والی او دوامداره پرمختګ ته زموږ ژمنتیا تاییدوي.

د دې برسېره، د تجارت لوړو زده کړو معتبرې ټولنه(AACSB) کې زموږ غړیتوب، د تجارت برخې لوړو زده کړو په برخه کې د مخکښ تحصیلي بنست په توګه زموږ دریځ نور هم روښانه او ګړندی ثابتوي.

په ورته وخت کې، د "د پوهنتونونو نړۍواله ټولنه (IAU)" کې زموږ غړیتوب د نړۍوالو همکاریو پیاوړتیا او په نړیواله کچه د علمي پوهې ادلون بدلون ته وده ورکول زموږ د ژمنتیا څرګندونه کوي.

راځئ، په ګډه غوره والي او کیفیت ته دوام ورکړو، خپلو واحدو او مسلکي ارزښتونو نه ساتنه وکړو او د محصلینو، پوهنتون او ټولنې له‌پاره د روښانه راتلونکي د ډلییز لیدلوري جوړولو هڅې وکړو.

ډاکټر محمد آصف شاه
د اقتصاد پوهنځی رییس